شعـــــرونه

اختره راشه/ جوادمل

جواد مل

اختره راشه يو ستومان د مينې رنګ راوړه
پام مو بدل کړه لږ ارام پر ځای د جنګ راوړه

چې لږ پرې ورانې کړو پر مخ د اوښكو جوړې لارې
چې لږ مو شونډې شي موسکۍ خندا ترڅنګ راوړه

چې د نفرت پر ځای الفت الفت غږونه جوړ شي
ځان سره وه اختره داسې يو اهنګ راوړه

له انتقام مو زړونه تور کړه چې ځان ګرم نه کړو
موږ ته د عفوې او بخښنې نام و ننګ راوړه

هغه چې هجر يې وه ما ته ستا خوښي نه پريږدي
د زلفو بوی راته د هغه بېل ملنګ راوړه

هغه د تورو زلفو سيوری بيخي هېر دی ورنه
لږ يې اوس بيا تر جوادمل سخت نفس تنګ راوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x