افغانستان

طالبانو د حکومت ۴۴ نور بندیان له زندانونو خلاص کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۰ل): طالبانو د خپل مشر له فرمان سره سم لسګونه دولتي عسکر چې د جګړې په ډګر کې نیول شوي‌ وو، له زندانونو خلاص کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي‌ « دامیرالمؤمنین دفرمان په اساس او دبندیانو کمیسیون په هلوځلو نن هم په کندز، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ، هلمند اوپکتیا کې ۴۴ عسکر د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول.»

د مجاهد په خبره، له زندانه خلاصو شویو عسکرو ته في نفر پنځه زره افغانۍ او نوې جامې هم ورکړل شوې دي.

په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو په بغلان، هلمند او غزني ولایتونو کې هم لسګونه عسکر له زندانونو خلاص او د لارې له کرایې او نویو جامو سره یې کورونو ته لېږلي دي.

د طالبانو له زندانونو د حکومتي بندیانو د خلاصون لړۍ داسې مهال ده، چې طالبان پر امریکا ټینګار لري، څو د کړې توافقنامې مطابق طالب بندیان له زندانونو خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ما خو د طالبانو ډیر عیبونه تر اوسه په ګوته کړی، خو راځی چی دا ځلی یی ښه اړخ ته اشاره وکړو. د طالبانو دا کار چی نیول شوی عسکر خوشی کوی خورا اغیزمنه دی له هغه عملیات څخه چی پکې سلو عسکرو ته مرګ ژوبله رسی. دا یو انسانی چلند دی چی دی سره به د طالبانو محبوبیت په ولس کی زیاد شی او کچیری یی ښه رویه له عسکرو سره کړی وی فکر نکوم چی دا عسکر بیا د طالبانو پر ضد وجنګیږی. کور مو آباد بریالی اوسې خو که مو اوربند وکړ بیا نو پوهه شی چی… نور لوستل »

پوپل

الله مو کامیاب لره طالبانو دیر د خوشحالی خبر ده الله دی داسلامی امارت بندیان هم ددی فاسدی اداری له منگولو آزاد کری آمین یاربه

عبدالرقیب

په داسي حال کي چي پل چرخي د بې ګناه طالب بندیانو ډک وي، د افغان ولس قاتلین بې قیدوشرطه ایله کول افغان وژني ته د پیک وهلو په معنا ده. دا چي نن ایله کړي سبا به بیا د بیګناه افغانانو په کورونو ورننوځي، هوانونه به پر اوروي، په زوره به د موټروانانو څخه پیسې اخلي. طالبان که بندیان ساتلای نه سي نو دي بندیان نه نیسي، هلته دي یې ځای پر ځای وژني. خس کم – جهان پآک، چرګان لږ غول یې لږ

طوطی

عبدالرقیب څغن ته: پنځه زره خو یی ور خوشی کړل چی ټول هغه ده اوس د حکومت پر ضد جنګیږی. تا د ## نه پوښتنه کوم چی د اسیر وژنه په اسلام کی روا ده؟ بیا هغه کسان چی کلمه وایی او روژه نیسی. الله خبر چیری به د لاهور یا کراچی ښار کی ## ګرځی. پاکستان کی جهاد روا ندی هلته چی شرابخانی او فاحشه خانی له حکومت سره راجستر دی دلته افغانستان کی جهاد کوی، ##. د طالب ساتل په زندانونو کی په خوراک او څښاک نه ارزی عسکر خو بیا هم د سرحداتو ساتنه کوی طالب بیغیر… نور لوستل »

عبدالرقیب

طوطو ځوانه احساساتي کیږه مه. شدید احساسات د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کوي او کورونا ته د اثر کولو زمینه برابروي. اشرفغني په خپل انتخاباتي کمپین کي د ټولو طالب بندیانو د بې قیدو شرطه خوشي کولو ژمنه کړې وه. مکلف دی چي یا ټوله بندیان خوشي کړی یا د خپلي نا اهلي په اقرار استعفاء ورکړي. ۱۲۰۰۰ طالب بندیان اوس هم د خپلو اسلامي افکارو لرولو او د بهرني اشغال پر ضد د خپلواکي لپاره جنګیدلو په ګناه په پل چرخي کي ساتل کیږي. په اسلام کي د جنګي اسیر وژنه روا نه ده خو که د جنایت قضیه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x