نظــر

د طالب مشر د پيغام مهم ټکي 

احمد منصور

له معمول سره سم د طالبانو مشر شيخ الحديث هبة الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت  اختريز پيغام نشر شو، ياد پيغام په دې حساسو وخت کې دوست او دښمن ته ډېر مهم دی، ځکه خو ټولو په بې صبرۍ ورته انتظار کاوه.

پيغام ډېر معياري او د روانو حالاتو په اړه پکې طالب مشر د خپل نظام دريځ  نړۍ ته لا واضح کړی، د ځينو مهمو موضوعاتو اړوند يې ښه وضاحتونه کړي، که څه هم د پيغام په يو څنډه کې امريکا ته ګوته څنډنه شوې، که فرصت ضايعه کوي بيا به راتلونکي کې د بدو عواقبو مسؤليت پر خپله غاړه وي ولې په عموم کې پيغام سوله ييزه بڼه لري، ځينې وعدې شوي له ولس، تجارانو سياسيونو او د هېواد نورو اقشارو سره چې واقعاً هيله بښونکي او د خوښۍ وړ دي.

دا چې ليکنه را څخه اوږده نه شي بهتره به وي چې مقصود لور ته وګرځو هڅه به وکړو د طالب مشر د پيغام  مهمو ټکو ته اشاره وکړو او اړوند يې خپله تبصره درسره پرې شريکه کړم.

پيغام ټول مهم دی خو داسې مواد هم پکې شتون لري چې په رسا ډول د امارت رسمي دريځ يې بللی شو، زه به د پيغام کټ مټ توري لومړی راوړم او بيا به لاندې ترې خپله لنډه تبصره کوم، په دې ډول به تاسو ته د لوستولو  په مهال ستونزه نه وي.

د طالبانو مشر:
«هر سیاسي بهیر چې د افغانستان د مسئلې د حل په اړوند وي او له إسلامي امـ ـارت څخه د ګډون تمه کېږي، باید مخکې له مخکې له تفصیل سره إسلامي امـ ـارت په جریان کې واچول شي څو موږ له خپلو دیني ارزښتونو او د ملت له علیا ګټو سره سم لازم تصمیم ونیسو.»

تبصره:
طالب مشر له دې څخه هدف زما په آند د ترکيې غونډه ده چې غالباً په  ظاهره د غونډې اړوند  معلومات يو ډول سياسي دفتر ته ورکړل شوې وه او د غونډې اجنډا بل ډول وه چې شايد امريکا او متحدينو يې د مشترک نظام جوړونې پلان پکې درلوده او په طالبانو د سياسي فشار واردولو لپاره  ياده غونډه داېرېده، له همدې امله طالب مشر ټينګار کړی که د سولې تر نوم لاندې څوک هم مجالس جوړوي نو پوره او کره معلومات دې د دوی سياسي دفتر سره شريکوي د نه شريکېدو په صورت کې به دوی ګډون پکې نه کوي لکه څه ډول يې چې شاهدان وو د ترکيې غونډه کې يې خپل ګډون رد کړ.

د طالبانو مشر:
اسلامي امارت د قضیې مهم اړخ دی، موږ باید څوک په هغو خلکو قیاس نه کړي چې فیصلې یې بل ځای کېږي او دوی ته صرف ابلاغېږي. ‎

تبصره:
دا چې ځينې په دې عقيده دي چې د طالب ټولې پرېکړې د نورو په واک کې دي؛ هغوي ته يې ور په زړه کړې چې امارت څه د کابل اداره  نه ده چې دا شل کاله يې ټول تصاميم او پرېکړې د امريکا د سفارت په واک کې وې او دا څه پټه خبره نه ده دوه ورځې دمخه مزدورې ادارې مشر خپله اعتراف وکړ چې د بهرنيانو له وتلو روسته به ټول تصاميم خپله نيسي ، پرېکړې به خپله کوي  خو طالب مشر د امارت په  خپلواکۍ وياړ کوي او زغرده وايي چې مونږ پرېکړې خپله کوو هيچا ته هم اړتيا نه لرو او نړيوال متوجې کړي تر څو په دوي د نورو ګمان ونه کړي طالب مشر زما د معلوماتو په اساس کوچنۍ مسئله هم له خپلو علماوو سره شريکوي ځکه خو په نظامي، سياسي اوفرهنګي کارو کې پرمختګونه يې ګورو  لنډ ثبوت يې د ترکې غونډه کې نه ګډون وه چې نړۍ وال يې حيران کړل حال دا چې ټولو مخالفينو يې طالبانو ته د سياسي ماتې ورکولو د ترکې کنفرانس يو ښه چانس باله.

‏د طالبانو مشر:
د ملګرو ملتونو له سازمان او نورو ذي دخله هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان په قضیه کې خپله کامله بې طرفي وساتي، د افغانستان د خلکو د ژوند، عقیدې، طرز او تفکر په اړه داسې هڅې ونه کړي چې هغه زموږ د ولس له غبرګون سره مخ کیږي.

تبصره:
ځينې وخت د يو شمېر هېوادو استازي او چارواکي داسې څرګندونې کوي چې ترې څرګنديږي د افغانستان د داخلي چارو اړوند دي لکه يوه نيمه مياشت دمخه چې د روسې غونډې په څنډه کې امريکا، چين او پاکستان رسمي اعلاميه خپره کړه چې مونږ په افغانستان کې امارت نه غواړو همدا ډول څو ورځې دمخه چين ورته غبرګون بيا وښود د طالبانو دا دريځ د ستايلو ده چې نورو هېوادو په چارو کې مداخله نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې زمونږ  د هېواد په داخلي موضوعاتو وغيږيږي او يا په چارو کې لاس وهنې وکړي له همدې امله طالب مشر په خپل پيغام کې ورفهمولې چې د نظام خوښونه د افغانانو حق ده نور ته اړتيا نه شته چې نظامونه راته په ګوته کړي او يا نخرې راته وکړي چې دا نظام غواړم يايې نه غواړم زما په آند که افغانانو پردي نظامونه منلی نو دا څلويښت کاله يې بيا  ولې د يرغلګرو پر وړاندې مقاومتونه کاوه؟ دې دومره قربانيو ته اړتيا څه وه خو د پرديو نظامونه به يې منلی نه  به هجرتو ته اړ کېدل او نه به ځاني او مالي تلفات ور اوښتل  طالب مشر ټولو هېوادو ته په ډاګه ويلي چې دلته هر پرېکړه زمونږ حق ده او مونږ به د هېواد چارې سمبالوو.

پيغام هر اړخيز ده خورا ډېر ښايسته نکات لري او تر دې لا نور به هم مهم  وضاحتونه پکې نغښتي وي خو ما د خپل فهم مطابق دغه څو ترې درک کړه او خپلې کمزورې تبصرې مې هم درسره پرې شريکې کړي شايد نور ليکوالان هم خپلې تبصرې پرې ولري چې د پيغام په ډېر اړخو به  لا زيات وپوهيږو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x