
د ورک شوي چینایي توغندي پاتې برخې د هند په سمندر کې نسکورې شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): له دوه اونیو سرګردانۍ وروسته فضا ته د چین تر ټولو چټک استول شوی توغندی د یکشنبې په سهار شاوخوا ۲ بجې د هند په سمندر کې نسکور شوی دی.
دغه «لانګ مارچ۵ بي» توغندی د اپریل په ۲۹مه نېټه د ځمکې مدار ته لېږل شوی و، چې له چینایي ساینس پوهانو بې واکه شو او د نسکورېدو په اړه یې یو شمېر اندېښنې موندلې وې.
د چین د انجینرۍ یوه مرکز خبر ورکړی چې د توغندي زیاتې برخې په هوا کې سوځېدلي او پاتې یې د هند په سمندر او د سریلانکا او هند له سویل لویدیځ سره نږدې نسکورې شوې دي.
داسې اټکل کېده چې دغه توغندی به د نیوزیلاند او د امریکا د نیویارک ایالت ترمنځ په ځمکه نسکور شي، خو ساینس پوهان یې د ځای په دقیق ښودلو کې پاتې راغلي وو. دوی اټکل کړی و چې د توغندي پاتې برخې ممکن د سمندر په یوه برخه کې راپریوځي.
د لانګ مارچ په نامه دغه توغندی د چین فضایي مرکز د جوړولو لپاره د اپریل په ۲۹مه د ځمکې له سطحې ۱۶۰ لیرې مدار ته استول شوی و او له هغه مهاله یې لوړوالی کمېده.
دغه چینایي توغندي ۲۷.۶ متره اوږدوالی، ۳.۳۵ متره پلنوالی او ۲۱ ټنه وزن درلود، چې له ځمکې ۳۰۰ کیلو متره پورته و او ۲۷۶۰۰ کیلومتره سرعت یې درلوده.