روغتیانړۍ

سعودي د روغتیا شرایطو او مقرراتو سره سم د سږکال حج اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د سعودي د حج او عمره وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حاجیانو روغتیایي وضعیت خوندي ساتلو لپاره به د سږکال حج فريضه د روغتیایي شرایطو او مقرراتو پورې محدود وي.

دغه وزارت په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې سږکال حج به د روغتیا، امنیت او تنظیمي کنترول معیارونو سره سم ترسره کیږي، تر څو د حاجیانو د روغتیا ساتنه وشي او دوی ته د مراسمو اجراءات په اسانۍ او خوندي چاپيریال کې ترسره شي.

د حج او عمره وزارت ټینګار کوي چې روغتیایي چارواکي به د وضعیت ارزولو ته دوام ورکوي او د انساني روغتیا ساتنې د تضمین لپاره بشپړ ګامونه پورته کوي.

خو وزارت زیاته کړې چې د سږکال حج لپاره د شرایطو او عملیاتي پلانونو د پلي کولو جزییات به وروسته اعلان کړي.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس د خپراوي مخنیوي په خاطر سعودي په تېره فبروري میاشت کې د شلو هېوادونو پر مسافرو خپلې دروازې وتړلې، دغه بندیز لا هم دوام لري چې په کې عربي امارات، جرمني، امریکا، برتانیا، سویلي افریقا، فرانسه، مصر، لبنان، هند او پاکستان شامل دي.

سعودي د تېر کال حج لپاره هم یو شمېر شرایط او مقررات ایښي وو چې له مخې یې یوازې د سعودي دننه محدودو کسانو د حج سترې فریضې ادا کولو اجازه درلوده.

په سعودي کې تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۹۷ قضیې ثبت شوي، د تیرې اونۍ مثبتو پېښو اوسط له زرو زیات ښودل کیږي، دغه راز تېره ورځ یوازې ۱۴ کسان له یادې ناورغۍ مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x