افغانستان

طالبانو د اختر په لومړیو دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د طالبانو مشرتابه خپلو ټولو جنګیالیو ته هدایت کړی، چې د اختر په دریو ورځو کې په فعال دفاعي حالت کې واوسي او له هر ډول تعرضي عملیاتو ډډه وکړي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی، چې «هیوادوالو ته د امن فضاء د برابرولو» په موخه دې د اختر له لومړۍ ورځې تر دریمې ورځې پورې په دفاعي حالت کې واوسي، او هر ډول تعرضي عملیات دې ودروي «دا چې سږ کال بیاهم د کوچنی اختر په شپو ورځو کي مجاهدین هیواد والو ته د امن او ډاډ فضاء برابره کړي او هیوادوال مو په آرام او ډاډ سره اختر ولمانځي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته هدایت کیږي چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځي څخه تر دریمې ورځې پورې په ټول هیواد کې د دښمن په وړاندې هرډول تعرضي عملیات ودروي.»

د طالبانو مشرتابه  خپلو جنګیالیو ته د حکومت د بریدونو په مقابل کې د کلکې دفاع امر کړئ او هغوی ته یې هدایت کړی، چې د حکومت تر واک لاندې سیمو ته دې نه ورځي او نه دې حکومتي منسوبینو ته اجازه ورکوي، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورشي.

دغه اوربند داسې مهال اعلانېږي، چې په هیواد کې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د جګړې ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی وو او حکومتي امنیتي ځواکونو پراخې سیمې طالبانو ته پريښې وې.

طالبان له تېرو څو کلونو راپدېخوا هر ځل د اختر په لومړیو دریو ورځو کې ډزبندیز اعلانوي او خپلو جنګیالیو ته د تعرضي عملیاتو د درولو هدایت ورکوي.

لا هم څرګنده نه ده، چې حکومت به له طالبانو سره اوربند اعلان کړي که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دې دا درې ورځی په دایمی اوربند تبدیلی کړی، آمین.

غوربندي

آمین طوطی خانه

خو دا په یاد لره چې ستا پوچې تبصرې/څرګندونې کله هم سوله ایزې نه دي،، بلکه د جګړه خوښوونکو په ژرنده اوبه پرېږدی،،،

ستاسو د ویښتابه او هدایت په هیله

ګوم نام

د ## دی په دی اوربند ## وی او په ده دی ## وی الله مو هلاک او تبا برباد که ## مخلوقه

شاهين

عجيبه مذهب مو دي چه په اختر کي اوربند او غيري اختر کي جنګونه
غالباً دا د پاكستان سنت ښکاري
د ستاسو او حکومتيانو څه خاص فرق نشته
الله دي وکړي چه حکومتيان مو دا فرمايش ونه مني

غوربندي

نادانه اوربند فرمایش نه بلکه ترحم دی،، او د ګوډاګیانو لپاره فرصت تر څو له مخالفته لاس واخلي او له جګړې پرته مجاهدینو ته تسلیم شي.

مولوي نجیب الله زاهد

که فی سبیل الله جهاد وي خو حکم یې په هر وخت کې فرض دی ولې یې درې ورځې دروی؟ خو ادامه ورکړی لدې څخه معلومېږي چې دا جهاد نه بلکه فتنه ده.

طاهر ثابت

لیږ شرم ښه ده.

غ.حضرت

ثابت صاحب!
که مولوی زاهد صاحب در ته ولیکل چی:
” که شرم ښه دئ نو ځان او ځانو ته ئې ولی نه غوره کوئ؟ ”
نو
ستا جواب به څه وی؟

غوربندي

زاهد صاحب

ستا پر ضد به روان وي،، تشویش مه کوی.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx