ورزش

پال پوګبا د فلسطینیانو سره خواخوږي ښودلې، «فلسطین ته دعا وکړئ»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د فرانسې مسلمان مشهور فوټبال ستوري پال پوګبا په القدس کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د اسراییلي عسکرو له لوري پر فلسطینیانو ظلم غندلی او ددوی سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د مانچسټر یونیټډ فوټبال کلب لوبغاړي پوګبا د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو «انسټاګرام» پر خپل حساب یو عکس خپور کړی او پر هغې «فلسطین ته دعا وکړئ» هاشټاګ لیکل شوی دی.

دغه راز فرانسوي مسلمان لوبغاړي ددغه عکس سره لیکلي: «نړۍ سولې او مینې ته اړتیا لري، اختر نږدې دی، راځئ چې ټول له یوه بل سره مینه وکړو».

پال پوګبا د نړۍ یو له با ارزښته لوبغاړو څخه دی چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د فرانسې لوبډلې لپاره د فوټبال نړیوال هم جام وګاټه.

باید وویل شي چې له تېرو دوه اونیو راهیسې اسراییلي عسکرو په القدس او بېلا بېلو ښارونو کې پر فلسطینیانو ظلم روان کړی چې نږدې ۳۰۰ کسان ټپيان شوي او لسګونه نور یې نېولې دي.

د اسراییلو ددې ظلمونو سربېره تېره شپه له ۶۰ زره زیاتو او وړمه شپه له ۹۰ زره زیاتو مسلمانانو په اقصی مسجد کې چې د مسلمانانو لومړۍ قبله وه، د تراویحو لمونځ ادا او ټوله شپه یې په عبادت تېره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x