نړۍ

شمالي وزيرستان: د بې پيلوټه الوتکې بريد کې اته تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا(شنبه،د چنګاښ۲۸مه،۱۳۹۳ل): د شمالي وزيرستان دته خېل سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يو کور راکټي بريدونه کړي، چې له امله يې اته تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د راکټي بريدونو له امله نوموړی کور په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

له پېښې وروسته سيمه کې څارګرې الوتکې ټيټ پروازونه کوي او خلکو کې سخته وېره او ترهه خپره ده. د وژل شويو کسانو هويت لا نه دی څرګند شوی.

د يادونې وړ ده، چې څلور ورځې مخکې هم دته خېل سيمه کې پر يو کور او موټر د بې پيلوټه بريد په نتيجه کې شل کسان وژل شوي وو او پنځه ټپيان وو.

شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغو د پلويانو پر ضد د پيل شويو پوځي عملياتو له پيله د يوې مياشتې په ترڅ کې دا درېيم بې پيلوټه بريد دی، چې شمالي وزيرستان کې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x