افغانستان

زابل کې پر بس چاودنې مسافرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د کندهار-کابل پر لویه لار باندې پر یوه مسافر وړونکې بس چاودنه شوې، چې له امله يې لسګونو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې چاودنه نن د شپې دوولس بجې شاوخوا د کابل-کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه مسافر وژل شوي، او ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

ددې تر مخه ویل شوي وه چې د مړو شمیر ۲۵ تنه دی، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پيښه کي مړي ۱۱ تنه دي او ژوبل ۲۸ تنه دي. ددوی په وینا دغه ماین طالبانو ایښی وو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر دې دمه رسمي سرچینو د پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي؛ خو د کندهار ولایت په میرویس او نورو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی، او روغتیایي کارکوونکي د ټپيانو د درملنې لپاره رابلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د خدای لپاره اوس ولې غږ نه پورته کوی چې دغه مین طالب ایښی دی ځکه له طالب پرته بل څوک مین نه اږدي ولې خبره لواړ تېروی د دې بې ګناه مسلمانانو د شهادت ځواب به څوک ورکوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

فواد خان

دا پوشتنه او غوښتنه بلکل پر ځای ده. لومړی که دا پيښه په دایکنډي یا کابل یا بل هزاره میشتي ځای کی را منځته شوی وای اوس به یې نړۍ پر سر اخیستی وای. خو اوس چې د پښتو په سیمه کې را منځته شوې ، نه یې عکسونه را ووتل، نه ویډیوګانی او نه یې کومه واویلا جوړه کړه. چی دا دلالت کوی پښتانه څومره مظلوم دی .. چی حتی د دداسی درنې مرګ ژوبلې په اړه یې هم رسنۍ او هم چاوراکي چوپه خوله پاتیږي او دا پوښتنه باید طالبان جواب کړي چې دا پيښه څرنګه را منځته… نور لوستل »

طاهر ثابت

هوښیار پوهیږی چه داسی حادثی کله مینځ ته راځی.
خان سیب دا پوښتنه دنشنلیانو کوه چه دوی تراوسه په پښتون خرڅولو څومره روپی اخیستی دی.
پښتون مسلمان دی او مسلمان داسلام پلوی. هغه داسلام لیکی نه خرابوی.
کابل او پیښور به ددی خرافاتو بازار لری خو نور پښتانه باندی شرمیږی.

طاهر ثابت

لیږ شرم ښه ده

عبدالرقیب

مولوي نجیب الله زاهد صاحب، شکر دی چي قاضي نه یې. څومره بیګناه خلګ به دي د دار تر تختې رسولي وای؟ د ښارونو او سړکونو د امنیت مسئولیت د دولت دی. افغانان د دې کار لپاره دولت ته مالیات ورکوي. اوس خو خلګ هغه پیښو کي لا طالبان ښکیل نه بولي چي زبیح الله مجاهد یې مسئولیت اخیستی وي. خبره چي هر څه تاوبالاکړو. نهایي مسئولیت بیرته کوټه مغزه مفکر او د هغه فاسدي کابینې ته دریږي. د کابل اداره چي هر څومره ډیري ورځي دوام کوي هغومره به زیات افغانان خپل ژوندونه د لاسه ورکوي.

غوربندی

زاهد صاحب

ته خو نن پاڼه څارې،، هغه خبر دې هېر شو چې طالبانو نیمروز کې یو سنګوری اربکی دزد به پشتره د ماین خښولو په حال کې نیولی وو،،،

دا ستاسو د فاسد او ګوډاګۍ ادارې اربکیان دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ملکي خلکو په لارو کې ماینونه خښوي.

زه نه پوهېږم ولې تاسو ماته قاسم حلیمي ښکاری.

هغه چې د ګوډاګی ادارې پلویان دي خو امنیت له طالبانو غواړي یا یې د امنیتي پېښو په تړاو مسوول ګڼي ،، مرګ موش دې وخوري.

محمد اکرم خان

ورونڑو تاسو د زابل د 25پنزویستو مڑو قاتل غوآڑئ؟ ؟ اول ، باید لہ دغو پنزویستو سرہ د افغانستان د پنزویستو لکو مڑو قاتلان پہ گوتہ سی،
کہ ہر سوک وی ، کہ سر تر آسمان رسیدلئ وی،
دوئم ، ہر مڑی تہ ٹپی تہ او نور سی ہر چا تہ ہر قسم زیان رسیدلئ دئ،آغہ تہ دی پور پہ تول ورکڑل سی،
درئم ، ہر سوک سی د افغانستان پر تخت ناست دئ،
کہ تور کہ سپین دئ، ،باید سی قاتل پیدا ہم کی ،
او ہم د داسی پیشو مخنیوئ وکی،
کنی پہ کور دی کشینی۔

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x