افغانستان

کندهار کې د حکومت پوځي چورلکه لوېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د کابل حکومت د هوایي ځواک اړوند یوه چورلکه لوېدلې او له منځه تللې ده.

د دفاع وزارت ویاند «فواد امان» وایي، نن د شپې شاخوا یوه بجه د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د هوا د خرابوالي له امله د پوځ یوې MD-530 ماډل چورلکې بیړنۍ ناسته کړې، چې د امان په خبره، دواړه پيلوټان یې له پېښې ژوندي وتلي او هيڅ ډول زیان نه دی ورته رسېدلی.

فواد امان که څه هم د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو یو شمېر امنیتي سرچینې وايي، دغه چورلکه ارغستان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري محاصره شوې قرارګاه ته تللې وه، تر څو هلته شته ټپيان را انتقال کړي او قرارګاه کې محاصره عسکرو ته خوراکي توکي ورسوي.

د سرچینې په خبره، په یاده قرارګاه کې د ناستې په مهال طالب جنګیالیو هم پر الوتکه ډزې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x