
پخلاینې عالي شورا: د طالبانو لنډ مهالی اوربند د افغانستان د قضيې حل نه دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ، د پخلاینې عالي شورا يې په غبرګون کې ویلي، چې لنډ مهالی اوربند د افغانستان د قضیې حل نه دی او طالبان باید دایمي اوربند وکړي.
د پخلاینې عالي شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له لوري اعلان شوی درې ورځنی اوربند د افغانستان خلکو ته لنډ مهالي ارامي ورکولای شي، خو د افغانستان د کشالې دایمي حل نشي کېدای.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان د ستونزې حل د مذاکراتو په چټکتیا او د دایمې اوربند په اړه په هوکړې کولو کې نغښتی دی، چې طالبان یې باید ومني او د مذاکراتو مېز ته بیرته راوګرځي.
د پخلاینې عالي شورا دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې طالبانو مشرتابه تېره ورځ د اختر په لومړیو دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امر وکړ، چې دفاعي حالت غوره کړي.
دغه اعلان چې د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شو، په اساس یې طالب جنګیالیو ته هدایت شوی، چې پر حکومتي منسوبینو بریدونه ونکړي، او یوازې د خپلو سیمو او ځانونو دفاع وکړي.
تر دې وړاندې هم د هر اختر درې ورځې د طالبانو له لوري اوربند اعلانېده.
دایمي اوربند هم د افغان قضیې د حل لاره نه ده. د افغانستان د قضیې د حل لاره یواځي او یواځي اسلامي ملي ولسي حکومت دی.