شعـــــرونه

له برکته یې د هر مانع اثر مات دی/ محمودي

سید احمد محمودی

له برکته یې د هر مانع اثر مات دی
لیونی درد دی، چې د میني په پرهر مات دی

مابه د ژوند هیلې په زیات شمیر کې منلې وای خو
فضاء ناسمه ده، تر منځه مو باور مات دی

ملامتي دي نو بیا چیرې په بل نه ورتپي
چې د خپل زړه راز ته د چا د ژبې ور مات دی

د ډبر زړي بدرنګۍ زړه به یخ سوی وي پرې؟
چې ښکلا ړنګه ده، چنار سوځي، نښتر مات دی

بس هغه لاس دې لکه وچه څانګه وریبل سي
ربه د سولې د مرغۍ چې پرې وزر مات دی

د بل ازمون اړتیا به نه وي محمودي ته اشنا
لکه د ګوتې غمی ستا په یو نظر مات دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x