افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو له لوري د اوربند تر اعلان وروسته ارګ هم عسکرو ته د اوربند مراعاتولو هدایت ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ، ارګ هم خپلو عسکرو ته امر کړی، چې اوربند مراعات او دفاعي حالت غوره کړي.

له ارګ‌ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له اوربند څخه خبر دی، ولې زموږ او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.»

خبرپاڼه کې طالبانو ته د دښمنانو خطاب شوی او له هغوی غوښتل شوي، چې دایمي اوربند ته غاړه کښږدي.

اشرف غني ددې تر څنګ خپلو عسکرو ته امر کړی، چې د طالبانو له لوري اعلان شوی اوربند مراعات کړي‌ او د اړتیا په صورت کې له ځانه دفاع وکړي‌« د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د تل په څېر د افغان ولس د امنیت د تامین هڅې وکړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو وطنوالو له دفاع څخه درېغ ونه کړي.»

د ارګ‌ پورتنی اقدام وروسته له هغه دی، چې د‌ طالبانو مشرتابه خپلو جنګیالیو ته امر ورکړ، چې دفاعي حالت غوره کړي او له تعرضي بریدونو لاس واخلي.

طالبانو ددې تر څنګ خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د حکومت سیمو ته دې د تګ کوښښ نه کوي‌ او نه دې هم حکومتي منسوبین د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته را پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عجب اسلام او عجب جهاد. د اختر په دریو ورځو کی اوربند دی او جنګ جواز نلری خو په د روژی میاشت کی او پس له اختره جهاد او وزنه روا ده، ځکه چی دا د نبی (ص) روش او لاره وه چی اوس یی طالبان پلی کوی.
ولی دا اوربند دایمی نشی کیدای؟ آیا دا په قرآن راغلی چی درې ورځی د کوچنی اختر جهاد مه کوی او پس له هغه جهاد وکړی؟ نور به څه نه وایم

Adam Khan

What a reliable and fully obedient slave

One hand on his chest and the other hand in the hand of Mr. Dump

طوطی

نو اوس خپله قضاوت وکړی کچیری طالبان دایمی اوربند اعلان کړی حکومت به یی نه منی؟ پس د سولی خنډ او د جنګ عامل همدا طالبان دی. هغوی به هم سوله او اوربند غواړی خو مشران یی د پاکستان په لمسونی نغواړی چی دی وطن کی سوله راشی. پاکستان په دا څلویښتو کالو کی هیڅکله د افغانانو د هوساینی او سولی لپاره یو قدم هم ندی اخیستی. الله د دوی باندی هندوان حاکم کړی اوس هغه ده شرابخانی او فاحشه خانی پکی رسمی راجستر دی خو منافقه او د آی اس آی ملایان بیا جهاد افغانستان کی روا بولی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x