ادبي لیکني

کوتېشن (” “)؛ د پردۍ جملې د بېلولو نښه

عصمت الله صالح

د هرې ژبې په متن کې داسې جملې شته چې د مفهوم له اړخه یو تر بله د ځمکې او آسمان هومره توپیر لري، مثلاً معترضه، مستقیم نقل – قول، فقره، متلونه، بیتونه او… چې دا جملې یوازې په ځانګړو نښو پېژندل کېږي، یانې د پیل او پای لپاره ځانګړې نښې لري، چې هغه جمله له نورو څخه پرې جلا کېږي.

له دغو نښو څخه یوه «کوتېشن» ده. کوتېشن هغه نښه ده چې یوازې پکې نقل – قول لیکل کېږي. معنا لیکوال چې کله پخپله لیکنه کې د بل چا نظر لیکلو ته اړ شي، نو پکار ده چې یوازې په (” “) کې ولیکل شي.

لومړی یوه بېلګه لیکم:

– …خو ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین د خوشحال خان خټک د مدفن په اړه د «نومیالي شاعران» نومي اثر په ۷۸ مخ کې داسې لیکي: “او د هوډې د غره تر څنګ د ابدي آرام غېږې ته وسپارل شو…”

پورته بېلګه مو د «خوشحال پېژندنه» له یوه کتابه را واخیسته، خو جالبه دا ده چې هلته د رښتین صاحب دغه خبره د کوتېشن (” “) پر ځای په دغو لیندیو «((….))» کې لیکل شوې ده، چې دا بالکل ناسمه کارونه ده.

تاسو د پښتو څېړنې کتابونه وګورئ؛ په بېخي ډېرو کې به د نقل – قول د نښې متفاوته کارونه وګورئ، مثلاً ځینې یې په ((….))، ځینې یې په «….»، ځینې یې په ‘….’ او ډېر داسې لیکوال هم لرو چې په خپله لیکنه کې د بل چا نظر په لویو لیندیو […] کې لیکي، چې دا واقعاً د لیکدود وحدت له منځه وړي او لیکوال د دغه ثبات په نه‌ساتلو سره بې‌ثباته پېژندل کېدای شي.

تحلیل لیکم:

کوتېشن (” “) یوازې په لیکنه کې د بل چا د خبرې د لیکلو پر مهال کارول کېږي. که پوښتنه وشي، چې که د بل چا د خبرې په پیل کې او پای کې کومه بله نښه وکارېږي، تاوان به یې څه وي؟

ځواب به دا وي، چې که په پردۍ جمله کې ځینې نورې نښې کارول شوې وي، نو هغه مهال لوستونکی د نښو په پېژندلو کې ګنګس کېږي او بالاخره د هغه لیکوال په پراګراف کې پردۍ خبره هم نشي معلومولی، مثلاً پورته د رښتین صاحب خبره یې ښه بېلګه ده.

اوس یې د استعمال طریقه هم لیکو:

۱ – کوتېشن (” “) همېشه د پراګراف په دننه کې لیکل کېږي. یانې کله چې لیکوال د خپلو جملو په منځ کې پردۍ جمله/ جملې لیکي، نو پکار ده چې پراګراف پایته ونه رسوي، بلکې سمدستي پسې بېرته خپلې جملې پیل کړي. یانې هغه پراګراف به ضرور په خپلو جملو پای ته رسېږي.

۲ – له کوتېشن مخکې شارحه (:) ورپسې یو بشپړ واټن او بیا دا نښه (“)، ورپسې به له فاصلې پرته هغه جمله لیکل کېږي. جمله چې پای ته ورسېده، بیا به له واټن پرته کوتېشن (“)، ورپسې به له یوې بشپړې فاصلې پرته بېرته خپله جمله پیلېږي.

۳ – د پردۍ جملې په پای کې به ټکی (.) هېڅکله له دې نښې (“) بېرون نه لیکل کېږي، ځکه دلته ټکی د پردۍ جملې اړوندېږي.

اوس نو هغو خبر لیکونکو ته هم ووایاست، چې وروسته له دې کوتېشن (” “) د خبر په سرلیک کې د نومونو، ځایونو او فقرو پر مهال مه کاروئ، بلکې دا یوازې د نقل – قول د قلف‌کولو لپاره په نړیوال لیکدود کې منل شوې نښه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x