دیني، سیرت او تاریخ

د سرسايې ورکولو حکمت او ګټې..!

م. احسان الله بلال

د رمضان المبارک مياشت کې د روژې له نيولو سره سره شريعت مسلمانانو ته يو بل حکم هم کړی دی، چې شتمن به د رمضان په مياشت کې د اختر له لمانځه وړاندې د خپل ځان او کوچنيو/ نابالغه ماشومانو له لوري سرسايه ورکوي،عبدالله بن عباس رضي الله عنه فرمايي:

«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَضَ صَدَقَةَ الْفِطْرِ عَلَى الصَّغِيرِ وَالْكَبِيرِ، وَالْحُرِّ وَالْعَبْدِ، وَالذَّكَرِ وَالْأُنْثَى، نِصْفَ صَاعٍ مِنْ بُرٍّ أَوْ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ أَوْ شَعِيرٍ»
رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايه په لوی او واړه، ازاد او غلام، ښځه او نر واجبه کړې ده، نيمه پيمانه غنم او يا يوه پيمانه کجورې او اوربشې.

که څه هم موږ مسلمانان په دې مکلف يو، چې د شریعت ټول حکمونه، حکمتونه يې راته معلوم وي او که نه، په دې عقيده او باور تعميل کړو، چې د شريعت حکم دی؛ خو بيا هم د ځينو حکمونو له پاره په خپله شريعت او يا ديني علماوو يو لړ حکمتونه او رازونه ذکر کړي دي، سرسايه(صدقه فطر) ورکول هم د شريعت حکم دی او شريعت یې پخپله حکمت او ګټه ذکر کړې ده.

د حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله تعالی عنهما څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايه واجب کړې، ددې لپاره چې روژه دار له بې ګټې او بې هوده کارونو/خبرو پاک شي او د بې وزلو لپاره خوراک شي.
عن ابن عباسٍ قال: فرض رسولُ الله – صلَّى الله عليه وسلم – زكاةَ الفِطْر طُهْرةً للصَائم مِن اللغو والرَّفثِ وطُعْمةً للمساكينَ، مَنْ أدَّاها قبلَ الصَّلاة، فهي زكاةٌ مقبولةٌ، ومن أدَّاها بعدَ الصَّلاة، فهي صَدَقةٌ من الصَّدقات. سنن أبي داود ت الأرنؤوط (رقم الحديث:1609)
په پورته ياد شوي حديث کې د سرسايې ورکولو دوه ګټې او حکمتونه ذکر شوي دي:
لومړی: د رمضان المبارک مياشت د عبادتونو او طاعتونو مياشت ده، خو انسان کمزوری وي، کيدای شي په روژه کې هم ترې ځينې داسې غير مناسب عملونه وشي، چې د روژې ثواب اغېزمنوي، شريعت نوموړي ته ددې نامناسبو اعمالو د جبران لپاره د صدقه فطر(سرسايې) ورکولو حکم کړی. علماء يې مثال داسې ذکر کوي، لکه چې يو څوک په لمانځه کې تېروتنه وکړي، شريعت د سجده سهوې حکم ورته کوي، تر څو يې سهوه جبران شي، کټ مټ همداسې د سرسايې په ايستلو سره په روژه کې راغلې کمۍ او تېروتنې پوره کيږي.

دوهم: د روژې له مياشتې وروسته د اختر ورځ راځي، په دغه ورځ خلک خوښۍ لمانځي، خو په ټولنه کې ځينې داسې بې وزله خلک اوسيږي، چې هغوی له مالي پلوه د اختر د خوښيو لمانځلو وس نه لري، شريعت حکم وکړ، چې شتمن بايد د اختر له لمانځه وړاندې سرسايه اداء کړي، تر څو د ټولنې بې وزله وګړي او د هغوی ماشومان هم د اختر د ورځې په خوښيو کې ګډون وکړي او د يوازېتوب احساس ونه کړي.

سبحان الله! اسلام ټولنيزو او اجتماعي امورو ته څومره پاملرنه کړې ده! موږ ته په کار دي، چې د اختر له ورځې وړاندې خپلو بې وزلو خپلوانو او يا نورو بې وزلو ته په اخلاص سره سرسايه وکړو، په دې سره به نه يوازې د روژې په مياشت کې راڅخه شوې تېروتنې جبيره شي، بلکې تر څنګ به مو د اختر په ورځو کې د يوې بې وزله او ناداره کورنۍ لاسنيوی هم کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x