شعـــــرونه

د خوښۍ اختر/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

مظلوم ولس ته مو د امن شه پټۍ اختره
ژړا کړه ورکه را په برخه کړه خوښۍ اختره

د یتیمانو پر سپېرو شونډو مسکا خپره کړه
د شهیدانو کور ته راوړه خوشحالۍ اختره

ته خو مو وینې چې هر وخت مو غم په کور میلمه وي
خندا را وشینده او خمتې کړه سلګۍ اختره

د امن ژوند ته مو قسم ده سترګي وچې شولې
رب دې راستون کړه دغه ځل د ازادۍ اختره

رب دې جنګونه، بمبارونه او بمونه ورک کړي
خدای خو دې راوله تر موږ د خپلواکۍ اختره

چې ستا راتګ سره د امن سپین توغ ورپيږي
چې اسلامي نظام حاکم شي په نړۍ اختره

تپاند زُهاد دې په سر سترګو لمانځم ځار دې شمه
د امن زیری شه قربان د نیکمرغۍ اختره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x