نړۍ

پاکستان دخیبرپښتونخوا والي مسعود کوثر له راکټی برید څخه روغ ووتي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۱) یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼی (ډان نیوز) خپور کړی دی، لیکی نن سهار دخیبرپښتونخوا والي مسعود کوثر دموټرو کاروان هغه وخت  دنامالومو وسلوالو له لوري ترراکټی برید لاندی راغي کله چی دنوموړي دموټرو کاروان له پیښور څخه داورګزي ایجنسي په لور روان وو، ترڅو هلته  دقبایلي مشرانو یوی غوڼدي ته وینا وکړي.

خبرکی راغلي چی دبرید له کبله دګورنر دکاروان یو کس وژل شوی اوڅلور نور ژوبل شوی دي، خو والي ته خپله کوم زیان نه ده اوښتی.

له بلي خوا څخه نن سهار دشمالي وزیرستان واڼه بازار کی بمی چاودني دري کسه پاکستاني عسکر ژوبل کړه، بم دواڼا بازار په عمومی سړک باندی ځاي پرځای شوی وو چی دعسکرو دقافلي دتیریدلو پروخت ورته چاودنه وکول شویده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x