افغانستانسولې اړوند خبرونه

د پاکستان لوی درستیز د کابل له چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ غویي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» نن غرمه په یوه نا اعلان شوي‌ سفر کابل ته را رسېدلی او د کابل حکومت له مشر «اشرف غني‌» سره یې لیدلي‌ دي.

ارګ که څه هم تر دې دمه له باجوه سره د لیدنې د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سرچینې وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې او د دواړو هیوادونو د ګډو امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینو په حواله، باجوه به ښايي له غني وروسته د پخلاینې عالي شورا له رئیس «عبدالله عبدالله»‌ سره هم وګوري.

اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» پر خپل ټویټر لیکلي، چې دغه سفرونه د برتانیې د چارواکو د هغو هڅو برخه ده، چې د اسلام اباد او کابل تر منځ یې د باور فضاء جوړولواو په امنیتي چارو کې د همکاریو د لا پراختیا په موخه کړې دي.

د نوموړي‌ په خبره، څه موده وړاندې د دواړو هیوادونو چارواکو په بحرین کې هم ناسته کړې وه.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې ښيي‌ د باجوه له سفر سره جوخت د برتانیې لوی درستیز «نیکولاس کارټر» هم کابل ته را رسېدلی.

که څه هم تر دې دمه د خبر پخلی نه دی شوی؛‌خو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو او رسنیو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن ورځ «دوشنبه» باجوه او کارټر لیدنه کړې او د سیمې د امنیتي وضعیت او افغان سولې پروسې په اړه غږېدلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

د پاکستان لوئ درستیز قسم دی کہ سلہ کالہ نور ہم د افغانانو خیر وغواڑی ، ولی سی د افغان کور سونی نڑیژی، پاکستان دغونی مڑیژی، وائ لیوہ لہ خدائ تل دوڑی باران غواڑی، پاکستانی لیوان سی لیونی سی لا ہم پہ افغانستان کی شین آسمان نہ ، دوڑی گڑزونہ ، بمونا ، مرگونا غواڑی، ،پاکستان د روس افغان جگڑہ، او آوس امریکہ افغان جگڑہ کی دومرہ ڈالر، تجارتی گٹی، ویزے تر لاسہ کڑے، کہ د افغان پشتون پر کور دا جنگ نہ وائ، دا گٹی دوئ پہ زر کالہ ہم نسوے پیدا کولئ، وائ الل د ہر چا کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x