ټولنیزه برخه

ښه تربيت

سيد عبيدالله نادر

د یوې سالمې ټولنې د تربیت په هکله باید چې، ډیر مسولیتونه احساس کړو، او سالمې ټو لنې د راوستو د پاره په درس او تعلیم باندې د نوي نسل په هکله زور واچوو، ځکه که یوه ټولنه او افراد یې د زمانې د تقاضو سره سم په علم او فن سمبال نه وي، نو خپل د راتلونکي نسل د پاره هیڅ خدمت نه شي کولای، بلکه ټولنه د بربادۍ خواته وړي، نو د ټولنې د پاره د خدمت په لاره کې، د داسي افرادو څخه ښه تمه اوتوقع کیدای شي، چې هغوي په علم و فن سمبال وي یا بنیادأ د هغوي تربیې او روزنه سالمه شوي وي، نو سر د همدا اوسه ماشومانو ته د ټوپک، او بم پرځای کتابونه او قلمونه لاس کې ورکړئ، او هغوي د علم او معرفت د حصول په لور و هڅوئ د هغوی په زړونو کې د کینې او کرکي پرځای محبت واچوئ، د سبا ورځې د ماشومانو فکر هم وکړئ، که په یوه ټولنه کې په عصري علومو روزل شوي استاذان ونه لرو ، نو د غي ټولني د راتلونکي د پاره د ښه انسانانو تمه باید و نه کړو، که استاذان ښه تربیت نه شي، په دي کې شک نشته چې یوه ټولنه ورسره خرابیږي، د شیخ ابوالحسن خرقانی د کیسوڅځه ده، چې انسان ته د خودۍ ټکان ورکوي، او هغه دا ده چې وايې چې:

(یو مست می ولیده چې د خټو ډکه په یوه کوڅه کې روان وو او په خټو کې یې خیزونه وهل وایي ما ور ږغ کړل چې خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ، مست وویل : شیخه که زه وښویږم باک نشته ، ته په هوش کې اوسه چې ونه ښویږي ځکه تا پسي به ډیره یوه لویه ټو لنه او جماعت وښویږي.)

شیخ اوابوالحسن خرقانی وايي چې دي خبري ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،نو دا خبره رشتیا ده که زمونږه استاذان، رهبران او مشران و ښویږي، نو د هغوي سره یوه لویه ټولنه بربادیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x