شعـــــرونه

د خوشحالۍ اختره…!/بشارت

داد محمد بشارت

پۀ موسکا وا مو کړه د شونډو ګل غوټۍ اختره!
راکړه پۀ لپو کې اوبه د خوشحالۍ اختره!

د زړو ګلاب مو د غمونو وچکالۍ وهلي
پرې پۀ شیبو شېبو باران شه د خوښۍ اختره!

د يتيمانو پۀ سپيرو سرونو لاس را تېر کړه
مينه د پلار شه ، پۀ اوږو يې کړه سورلۍ اختره!

د کونډو ، بورو ، ورارو خويندو د ټپي زړګيو
راوړه درمل ، کړه مرورې يې سلګۍ اختره!

دا ستا خوښۍ به يې پۀ غېږه کې له زړۀ ولمانځو
که برخمن کړو خدای پۀ ژوند لۀ ازادۍ اختره!

د دې ټپي هېواد پۀ لر او بر وزر خپارۀ کړه
ترېنه جارو کړه د دردونو يې سېلۍ اختره!

بې له اختره مو کړې تيرې ډېرې ، ډېرې روژې
دا ځل مو کړي خدای ته ډېرې دي زارۍ اختره!

راوړه پيکي کې بشارت تۀ زيري، زيري ګلاب
زړۀ يې خوړلی دی هجرت،مسافرۍ اختره!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x