نظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۹) – د ماضي له تروږمۍ د مستقبل تيارو ته

شهرت ننګيال

د ماضي له تروږمۍ د مستقبل تیارو ته

شاوخوا سپینو خېمو نیولی، د دوو دريو خېمو پر سر يوه شصت لارۍ ولاړه ده، له څو ورځو خلک له پریو سره انتظار دي. پر گردیز د ورختو انتظار.
د ځمكې مخ واورې نیولی، خو پل یې نشوای پټولی، د ونو بوټو پر څانگو، ښاخونو لکه سپین گلان راختلي.

د سر سترگو ته په زړه پورې منظره، خو د زړه پر سترگو تپه تیاره.

ساړه دي خو چیچلي هغه نه، له ماښام وروسته يخني زور اخلي. دلته نو د سټو کنډو ساړه کومي شلولي وي. زما ډېری شپې موټر کې وي. دا زما کور، خونه، بستره هرڅه دي، د موټر سيټ مې نور هم شاته هوار کړ.

په ټک ټک راکېناستم، هېنداره مې کوزه کړه، سیلۍ لکه څپرې په مخ لگي، علي جان پټو کې نغښتې خوله راوايسته، خو؛ کوم ځای، چېرې…؟ د پوښتنې وخت نه و… ډېری همداسې وې، بېله دې چې سره پوه شو منډه…..

که گورم پیر صاحب راوخوت.

چېرته..؟ په لنډو په خندا کې خوده…

گاډي له سټو کنډو واوښتل، لاندې يې د کيڼ لاس شيلې ونېوې، له نیم ساعت مزل وروسته ښي اړخ ته وگرځېدل، وړاندې تته رڼا لیدل کېده.

موټران ورو او بیا تم شول، باډیگاردان يو يو له موټرو الوتل، څه پته نشوای لگېدای.

هېچا څه نه ویل، د خوست جنرالان هم پټه خوله وو.

هر يوه ته ځیر ځیر گورم لکه خولې يې گنډلې، له دوی سره مي اړیکې د اشنایي هغه گرځېدلي. ډاډه یو بل سره د راز خبرې راسپړو، خو دلته يې لکه خولو ته کولپ اچولی.

جنرال سوله مل مې په کراره وپوښت، ایله یې د جنرال أمام الدين په نامه خوله چوله شوه. په خبره ورسېدم
دوه مخالف بلکې دښمن يو بل ته مخامخ وو… خولې بيا هم گنډلې، خو له پوزو براس لکه لوگی خوت، ما د خپلې دمې راکښلو غږ اورېدای شوای.

سپوږمۍ پر واوره نقريي وړانگې غوړولې، آسمان تک شین او له ستوريو ډک دی، سړی داسې گڼي لکه خپله ساه یې هم سینه کې کولپ کړې وي.

حیرانوونکې ناڅرگنده چوپتيا د څو شېبو لپاره پر ونو بوټو د سیلۍ د څپو په لگېدو ماته شوه، سړي ته به احساس شو چې ژوندی دی.

د جنرال أمام الدين دنگه ونه د وړین جمپر لاندې له لرې جوته وه، دواړه لاسونه يې د خيرن عسکري پتلون جيبو کې هغسې نغښتي چې كيڼ اړخ ته يې د څرېدلې تفنگچې څوکه بربنډه کړې وه.

ده خپلو پلو ته کتل، لکه خپل گامونه شماري، تر غټو عسکري بوټانو لاندې د واورې زېږوي ختل…

حقاني صاحب او جنرال امام الدين يو بل ته مخامخ ودرېدل، جنرال د پتلون له جيب لاسونه راوايستل، د ده لاسونه ريږدېدل.

ستړي مشي او له هغې وروسته د جوړ پخير لنډه پوښتنه…

حاجي خليل پر واوره خپل پتو وغوړاوه، حقاني صاحب او جنرال کېناستل، د خوست جنرالان هم د پټو څنډو ته تكيه شول، په ترخه موسکا يې د یو بل لنډه پوښتنه وکړه.

زه ظاهراً د سټو کنډو يوه ځوړ په ژي چوپ او هک حیران ولاړ يم، پر کېمره پورې مې گوتې نښتي، ایله مې د يوه تصوير لپاره تڼۍ کېکاږل شوه، چې زړه او ذهن مې ډپر وړاندې د ماضي تيارو کې ورک دی.

د پنجشنبې له غرمې وروسته، هغه بدمرغه ورځ چې کابل کې ټانکو او ماشینگنو له خولو اور غورځاوه، د الوتکو غوړمبي و، پر ارگ د بمباريو لوگي ختل.

أمام الدين ددغه بدمرغۍ هغه کردار چې پر ولسمشر سردار محمد داود خان يې د گولۍ چلولو په ویاړ د کودتا او انقلاب د بري ټیکه خپله گڼله.

امام الدین پر سردار د تسلېمدو امر کړی و، خو د تسلیمۍ لغت سردار د خپل ژوند ډکشنرۍ کې نشوای موندلی.

سردار د دغسې غوښتنې ځواب د تومانچې له خولې پرته نشوای لیدای.

سردار شهید شو، امام الدين زخمي شو سملاسي يې څلور سویزه روغتون ته ورساوه او بیا شوروي ته.

امام الدین ژوندی پاتې شو، جنرال شو، د قول اردو قوماندان دی، د ثور کودتا د آغاز او انجام يو بدمرغ کرېکتر، چې نن يې د ملگرو په خبره د ثور پرتمین او په شا ته تلونکي انقلاب جنازه خاورو ته سپارله.
راتلونکی عنوان:
د ګرديز وروستۍ پرمختيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x