د سولې څارد نن سرلیکنهنظــر

پر روان جګړه ییز وضعیت د طالبانو د اوربند مثبت اغیز

د نن ټکی اسيا سرلیکنه

طالبانو تېره شپه د نیک مرغه کمکي اختر د رارسیدو په مناسبت له خپل لوري درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

د جګړو، بمباریو او انفجاراتو په روان خونړي طوفان کې دا محدود اوربند هم یو ښه زیری دی چې د افغانانو غوږونه خو به کم ترکمه درې ورځې د مرګ ژوبلې له ډاروونکو خبرونو څخه بیغمه وي.

طالبانو د اوربند تردې اعلان وړاندې په لغمان، هلمند ، غزني ، فراه او… ولایتونو کې د روژې میاشتې په مناسبت د کابل اداري اړوند ګڼ شمېر اسیران هم له بنده خلاص کړل.

د بندیانو خلاصون سولې ته د رسیدو په لاره کې یو مهم ګام دی چې د طالبانو لخوا اخیستل کیږي.
دریغه چې په دې لاره کې کابل ادارې هم د طالبانو په پله ګام ایښی او له خپلو زندانونو څخه یې په بالمثل اقدام کې په همدې شمیرطالب زندانیان خوشي کړي وای.

دم ګړۍ همدا  درې ورځنی اوربند او د یوه معمولي شمیر بندیانو خوشې کول د سولې پروسې د تسریع لپاره یو ښه ګام دی چې د طالبانو لخوا اخیستل کیږي.

د امریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې د جګړې اور بلولو اصلي مسؤلیت يې په غاړه دی باید د طالبانو دغه سوله ییز اقدام درک او په وړاندې یې په خپل وخت کې مثبت غبرګون وښيي.
ځکه اوربند او د بندیانو خلاصون که څه هم چې محدود او نسبي وي مګر د جګړې په خاموشه کولو کې یې اغیز تر بل هرڅه زیات وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کوم اوربند، آمادګی نیول دی جنګ ته او اکمالات کول. اوربند موربند نشته. اوربند به طالبان له نطفی څخه ختم کړی ځکه چی د طالب ټول معشیت، ژوند پدی جنګ پوری تړلی دی او قربانیان یی هم په طالبانو هغه ### ناخبره کسان دی چی د جهاد په نوم ### اوس خو امریکایان په وتو دی نوم جهاد له چا سره؟ پرون خو د اشغال خبره وه.

طاهر ثابت

تاسی چه دسیکیولرو دین دښمنه کسانو پردی اجنټانو په تاید خبری کوی نو افغانان به ستاسو خبری څنګه ومنی؟

PATTANG

داځکه چې امریکیان اوس هم ورته معاشونه ورکوي او داشغالګرو اخیستل شوي غلامان دي !!

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x