افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا د طالبانو د اوربند له اعلان هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره یې د هڅو د لا چټکتیا هیله څرګنده کړې.

زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند له اعلانولو هرکلی کوي، خو په خبره یې، په دې وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې د جګړې کچه په بې ساري ډول لوړه وه، چې بیه یې افغانانو پرې کړه.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې یوازې درې ورځنی اوربند بسنه نه کوي، او افغانان دایمي اوربند او سیاسي جوړجاړي ته سترګې په لاره دي.

د خلیلزاد له قوله، افغانان د جګړې د پای ته رسېدو او او د سیاسي جوړجاړي د تامین په هیله دي او امریکا د همدې غوښتنې د تحقق لپاره د افغانانو تر څنګ درېږي.

تېره ورځ د طالبانو مشرتابه د یوه فرمان له لارې خپلو ټولو جنګیالیو ته هدایت وکړ، چې له تعرضي بریدونو لاس واخلي او دفاعي حالت غوره کړي.

ارګ د طالبانو ددې اعلان په تعقیب خپلو عسکرو ته د اوربند د مراعاتو امر وکړ؛ خو طالبانو ته یې د «دښمن» په خطاب کولو وویل، چې باید دایمي اوربند ته غاړه کښېږدي.

د پخلاینې عالي شورا هم درې ورځنی اوربند د افغانانو لپاره مؤقتي خوښي وبلله؛ خو د افغانستان د کشالې حل یې په دایمي اوربند کې نغښتی وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx