شعـــــرونه

اقصی! بلا دې واخلم/ درمان

مولوي منصور درمان

دا ستا پۀ حق کې شوې ده جفا، بلا دې واخلم
امت دې پور وړی دی اقصی! بلا دې واخلم

چې ستا دا نړېدلی برم بېرته را پۀ ځای کړي
دا غواړي ایوبي یو ځلې بیا، بلا دې واخلم

چې خلاص دې د یهودو لۀ منګولو نه حریم شي
نو دې ته ضرورت دی د غزا، بلا دې واخلم

دا ستا د مظلومیت انځور مې زړۀ ذرې -ذرې کړي
خفه شمه پۀ تا بې انتها، بلا دې واخلم

چې حيّ علی الجهاد ته د لبیک ځواب ور نکړو
نو هېڅ کله به یو نسو بریا، بلا دې واخلم

تر څو چې د غفلت پۀ خوب ویدۀ د وخت زلمي وي
تر هغې به مو وینې وي وړیا، بلا دې واخلم

چې ستا پۀ غولي پنډ وي د دېوانو کاروانونه
منصور درمان به څنګه کړي مسکا، بلا دې واخلم
ـــــــــــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x