نظــر

د مسجد اقصی د نړولو پلان او د اسلامي امت چوپتیا

سید معصوم الله عاصم

هیکل نه! اقصی به وي!
د یهودو د شلو څخه زیاتې مذهبي ډلې د بیت المقدس د ړنګولو لپاره کار کوي، د بیت المقدس شاوخوا یې ژور خندوقونه ایستلي تر څو د زلزلې په واسطه د مسلمانانو لومړۍ قبله ونړوي او په ځای یې هیکل سلیماني جوړ کړي.

په ۱۹۶۹ز کال کې د استرالیا څخه راغلی یهودي مایکل اوهن د مسجد اقصی یوې برخې ته اور ور واچاوه چې د سلطان صلاح الدین ایوبي د منبر په شمول ۱۵ سوه مترو په اندازه وسوځول شو.

د مسجد اقصی ټول مساحت ۴۴۰۰ متره مربع دی پدې ورځ د اسرائیلو غاصب رژیم اوبه هم ورباندې بندې کړې وې.

د ۱۹۶۷ ــ ۱۹۶۸ م کال پورې یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لور ته تر دیوال لاندې شاوخوا ۷۰ متره سورنګ وکیند چې ۱۴ متره پلنوالی لري
په ۱۹۶۹ م کال یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لویدیځ ته د ۸۰ مترو په اندازه سورنګ وکیند چې تر باب المغاربه پورې رسیدلی.

په ۱۹۸۰ ز کال کې یهودو غوښتل چې په ماینونو مسجد اقصی وران کړي خو دا پلان یې رسوا شو.
په ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ کال کې یهودو د مسجد اقصی په داخل کې په لسهاوو مسلمانان په عبادت شهیدان کړل.

د ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې د سورنګ کیندلو لړۍ په حرم کې د شرعي محکمې د پخوانۍ ودانۍ څخه او د پنځو دروازو د ودانیو لاندې تیره شوه چې د ۴۰۰ مترو په اندازه یې سورنګ اوږد کړ.

نړۍ چوپه خوله ده، تر دې چې د یوې کلمې وروڼه د غفلت په خوب ویده دي، وړاندې نه ځم په ۲۰۰۵م کال کې مشهور ترهګر تنظیم رفافات اعلان وکړ چې مسجد اقصی به نړوي او پر ځای به یې ( هیکل سلیماني) جوړوي. ددې لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه یهود را وغوښتل شول ټوله اسلامي نړۍ چوپه وه صرف د فلسطین باتور ځوانان یې لکه د غره په شکل په مخ کې ودریدل او په چيلنج یې ورته وویل چې تاسو را مخ ته شئ.

په ۱۹۷۴ کال کې یې د جبوب دیوال وروستۍ برخې لاندې یې ختیځ پلو ته د ۸۰ مترو په اندازه سورنګ وکیند او بیا دا سورنګونه د اقصی مسجد تر تعمیر لاندې ۲۰ متره اوږده کړل.
۱۹۷۷ کال کې یې د مقدس مسجد ختیځ دیوال لاندې خندق وکیند.

د حرم د میدان لاندې یې په ۱۹۸۱ م کال کې یو سورنګ وایست چې ۲۵ متره اوږدولی او ۶ متره لوړ والی لري.
دا پلانونه ټول یهود او اسرائیل په ګډه عملي کوي
فعلآ دا دی عملاً مسلمانان شهیدان کوي او د جومات په نړولو یې لاس پورې کړی، اسلامي امت چوپ دی. په اسلامي هېوادونو کې بلواکې او غربي رسنۍ هیڅ نه نشر کوي.

یهود او اسرئیل هغه قوم دی چې تل یې د الله په ځمکه د الله د احکامو څخه بغاوت کړی.
مسلمان ټول په فحشاوو او غلامیو کې وخت تیروي، خپلو مقدسو ځایونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي یهود ورځ په ورځ د اسلام د تخریب او خپلې بقاء لپاره قدمونه اخلي.
یا الله ته یې پخپل قدرت هلاک کړې.

صلاح الدینه! اقصی چیغې وهي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اسلامی امت دلته افغانستان کی د قدرت تر لاسه کولو لپاره مصروفه ده. ویل کیږی چی طلبانو افغانستان جنګونه بس کړل او اوس مخ په اسرایلو ور روان دی.

عبدالواحد اڅګزۍ

وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُکُمْ أُمَّةً وَحِدَةً وَأَنَاْ رَبُّکُمْ فَاتَّقُونِ  اوبیشکه داستاسی امت دۍ هم یو اوزه ستاسورب یم پس له ماوبیری ږۍ فَتَقَطَّعُواْ أَمْرَهُم بَیْنَهُمْ زُبُراً کُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَیْهِمْ فَرِحُونَ. پس جداجدا کړۍ دۍ پخپل منځ کی ټوټی ټوټی هره یوه ډله په هغه خوشحاله ده چه له دوی سره وی فَذَرۡہُمۡ فِیۡ غَمۡرَتِہِمۡ حَتّٰی حِیۡنٍ ﴿۵۴﴾.سوره المؤمنون آیا ۵۲،۵۴  پس پریږده دوی په غفلت ددوی کی ترڅه مودی پوری. وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُم        اومضبوطه ونسۍ رسۍ دالله ټول په جمع اومه جداجداکیږۍاویادکړۍ نعمت دالله چه هغه پرتاسی وکۍ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x