شعـــــرونه

غاټول اختر کې/ عرفاني

عرفان الله عرفاني

راځئ په مینه شئ راټول اختر کې
لۀ هر ټبر لۀ هر کهول اختر کې

ائ مرورو افغانانو ورونو!!!
ډالۍ یو، بل ته کړئ غاټول اختر کې

نور پر مظلوم ولس لږ رحم وکړئ!
یو إتفاق وکړیۀ ټول اختر کې

څۀ چې تېر شوي نور یې مۀ یادوئ!
درته نیولی مې کچکول اختر کې

پر سر مو کېږدئ څوک پګړۍ څوک خولۍ
څوک پر سر کېږدیۀ! پکول اختر کې

درته غزل د ازادۍ به وایي
دی (عرفاني) مو غزلبول اختر کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x