نړۍ

اسرائيلي يرغلګرو ۲۰ فلسطينيان شهيدان کړي او فلسطينيانو پر اسرائيلو لسګونه توغنديز بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویی، ۱۴۰۰ل): د فلسطين د روغتيا وزارت وايي، اسرائيلي يرغلګرو د غزې په لويديځه تړانګه کې د ۹ ماشومانو په شمول ۲۰ فلسطينيان شهيدان کړي دي.

د اسرائيلو «ايديعوت احرونوت» ورځپاڼې د حکومتي چارواکو په حواله ويلي، چې اسرائيل په غزه کې د سترو هوايي بریدونو هوډ لري.

يوه اسرائيلي چارواکي ويلي، چې حکومت پر غزه د سترو هوايي بریدونو پرېکړه کړې او په ځمکنۍ جګړه يې هوکړه نه ده کړې.

د اسرائيلي يرغلګرو د دې بشر ضد جرمونو او بمباريو پر وړاندې د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې «کتائب القسام» پر اسرائيلو لسګونه توغنديز بریدونه کړي دي.

القسام په خپله اعلاميه کې ويلي، چې اسرائيلي دښمن دې له دې توغنديو عبرت واخلي او خبرداری يې ورکړی: «که بل برید مو وکړ، موږ به يې هم وکړو او که بریدونه مو زيات کړل، موږ به يې هم زيات کړو.»

رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې د فلسطيني ډلو له توغنديزو بریدونو وروسته په اسرائيلو کې د خبرداري غږونه پورته شوي او عيني شاهدان وايي، چې د يهودو په مېشت سيمو کې درې توغندي لګېدلي دي.

حماس ډلې اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، که د غزې له خاورې يې خپل پوځيان ونه وېستل، د سختو بریدونو ښکار به شي او له دې خبرداري څو شېبې وروسته په اسرائيلو کې د ګڼو چاودنو غږونه واورېدل شول.

د حرکة الجهادي الاسلامي پوځي څانګې «القدس دلګۍ» هم ويلي، چې د غزې پر پوله يې د اسرائيلو پوځي موټر په نښه کړی دی.

القدس دلګۍ وايي، د اسرائيلو سديروت ښار يې ۳۰ توغندي ويشتلی او د غزې په ختيځ کې يې د اسرائيلو پوځي موټر هم په نښه کړی دی.

د فلسطين جهادي ډلې وايي، د اسرائيلي عسکرو د بشر ضد جرمونو او د مسجد اقصی د توهين په غبرګون کې يې په غزه کې يې د يهودي غاصبانو ناقانونه مېشت سيمو باندې لسګونه توغندي شاټ کړي دي.

د اسرائيلو پوځ وايي، بیت المقدس کې د يهودو پر مېشت سيمو ۷ توغندي لګېدلي دي.

اسرائيلي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې له غزې څخه شاوخوا ۷۰ توغندي د اسرائيلو پر ښارونو لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې به اړه يې څه نه دي ويلي.

د حماس پوځي څانګې «کتائب القسام» اسرائيلو ته خبرداری ورکړی، «که يرغلګر له خپلو ظلمونو او وحشتونو لاس وانخلي، نو زموږ غچ به ډېر قوي او دردوونکی وي.»

د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي: «اسرائيلي ښکېلاک په ژمنو عمل نه کوي، دوی بايد ژر تر ژره خپل ناپاک لاسونه له بیت المقدس، مسجد اقصی او د شيخ جراح له کلي وباسي او د ټولو روانو ناخوالو پړه هم د اسرائيلو پر غاړه ده.»

ښاغلي هنيه خبرداری ورکړی، چې د فلسطين مقاومت هېڅکله د اسرائيلو ظلمونو او تېريو ته لاس تړلی نه شي کيناستی او که يرغلګر له خپل شیطاني پلانه لاس وانخلي، له پرېکړه کوونکې جګړې سره به مخ شي.

د فلسطين د اوقافو اداره وايي، اسرائيلي يرغلګر تېره ورځ يو ځل بيا د مسجد اقصی انګړ ته په وحشي ډول ننوتل، ټول لمونځ کوونکي او ساتونکي يې محاصره کړل او تر پرون ماښام پورې يې له درې سوو زيات لمونځ کوونکي ټپيان کړي وو، چې د يو شمېر هغو روغتيا وضعيت ترينګلی دی.

د روانې روژې له پيله اسرائيلي يرغلګرو د بیت المقدس په باب العمود، شيخ جراح کلي او مسجد اقصی کې تېري او ظلمونه پيل کړي او فلسطينيان له خپلو کورونو باسي او يهودو ته يې سپاري.

د یهودانو او اسرائيلي يرغلګرو عسکرو دا کړنې په نړيواله کچه غندل شوي، ګڼو عربي او اسلامي هېوادونو هم غندلي دي، خو په عملي توګه د فلسطينيانو ملاتړ لپاره تر اوسه ګام نه دی اخيستل شوی.

طالبانو هم پر فلسطينيانو د اسرائيلي ښکېلاکګرو بریدونه غندلي، له اسلامي هېوادنو او نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د فلسطينيانو د ملاتړ او د يرغلګرو د ظلمونو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x