دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده- ۲۵مه برخه

اسدالله رزین

د امت د مور(حفصه رض)چې د عمر فاروق لور وه په منځګړیتوب خپله غوښتنه امیرالمؤمنین ته ورسوي.
د امت مور ورسپارل سوی پیغام خپل ته ورساوه، خو هغه پایله چې باید ترلاسه کړې یې وای ترلاسه نه کړای شوای.

صحابه(رض) آرام کېناست او د دوهم ځل لپاره یې حفصة(رض) او د هغې ورور عبدالله بن عمر(رض) دواړه یو ځای عمر (رض) ته ور واستول، خو بیا یې هم بسنه ونه کړه.

صحابه(رض) د عمر(رض) او عمري صلاحیتونو او لوریدنو په هغه لوړه کچه تر هرچا ډیر خبر و کوم چې عمر(رض)لرل، نو ځکه یې د دریم ځل لپاره هم تر مخکې د وارو پیاوړی هوډ وکړ.

د نبي یارانو ته بیخي جوته وه چې عمر(رض) تر هرچا د اهل بیت(رض) او په حاضر مهال کې د ملت میندو ته ډیر دره ناوی کوي، نو ځکه یې بي بي عايشه او بي بي حفصه(رض) دواړه یوځای امیرالمؤمنین ته د امت د غوښتنو د ورته رسولو لپاره وړ و بللې.

د امت میندې له هیلو سره چې د دوی هیلې هم وې د خلافت دربار ته ورغلې. حفصې(رض) خو خپل وار، د زړه غوښتنه او استدلال په تیرو دوو وارو کې د امیرالمؤمنین له مخې ایښی و، نو ځکه ټولې هیلې بې بې عائشې(رض) ته ور اوښتې او صحابه کرامو په ټوله بې صبرۍ سره د امت د میندو لارې څارلې.

په هر صورت  عائشې(رض) له اجازې اخيستو وروسته په هغه خوله په کومه چې به یې له رسول الله(ص) سره خبرې کولې او د هغه استدلال رنګ او خوند هم پکې ښکاره و د مطلب وضاحت دارنګه پیل کړ.

امیرالمؤمنینه!
رسول(ص) خو د خپل رب د رضا او جنت په لاره د خپل رب د رحمت او کرم دربار ته ورسید او په دنیا کې یې د عیش کولو هیڅ موقع پیدا نه کړه.

زما پلار یعنې ابوبکر صدیق(رض) هم د هغوی په مبارک پله چې د محمد رسول الله(ص) د سنتو د احیاء په ډالیو یې غیږ ډکه وه، مکذبین یې له منځه وړي و او د رعیت په منځ کې د بیلګه يیز او په اطاعت او محبت کې په کمال د باطل پالو لاملونه ور باطل کړي وو او د نبوي(ص) د نورو پیغامونو او سوغاتونو د ویش او رسولو په لاره کې و چې د کائناتو خالق او مالک یې د روح اخيستلو فرمان صادر کړ او د رحمت او رضا دربار ته یی وروغوښت.

امیرالمؤمنینه!
الله(ج) ستاسو په مبارکو لاسو د روم او فارس لویې لویې امبراطورۍ فتحه کړي. د ټولو خزانو کیلیانې یې تاسې ته در وسپارلې. یعنې ختیځ او لویدیځ دواړو د تسلیم غاړې در ته کیښودلې.

امیرالمؤمنینه!
د اسلام په تائید او اطاعت کې درته د نورو فتحو او بریاوو هیلې لرو. د عربو استازي درسره لیده کاته او ملاقاتونه کوي، د عجمو استازي ستاسې د لیدو لپاره ځي او راځي او ستاسې په اوږو له دولسو پینو جوړه چپنه چې ډیره زیږه او بیخي زړه سوې ده پرته وي.که یې په داسې چپنه بدله کړئ چې درسره وښایي او یو څه ښه خواړه وخورئ او هم یې په درته راتلونکو انصارو او مهاجرینو و خورئ ښه خبره به سي.

امتي صاحبه!

عمر(رض) په سخته ژړا سره وژړل او ويې فرمایل: د خدای پنامه لوړه در کوم و وایاست! ایا رسول الله(ص) تر څو چې وفات کیده پنځه ورځې پر له پسې په وچه ډوډۍ موړ سوی و؟
دوی وویل! یا نه و موړ سوی.

عائشې(رض)ته یې مخ ورواړاوه او ورته ویې فرمایل!
تاسې دواړه د رسول الله (ص)کډې یاست، په ټولو مؤمنانو په ځانګړي ډول سره په ما ډیر حق لرئ، تاسې راغلي یاست چې زما مخ یو څه د دنیا لوري ته ور واړوئ او زه خبر یم چې رسول الله(ص) به له وړیو جوړه زیږه چپنه اغوستله چې ډیر ځله به یې مبارک ځان د زیږ والي له کبله د ګریدو اړتیا پیدا کوله ایا تاسې نه یاست خبر؟

دوی وفرمایل: هو خبر یو.
امیرالمؤمنین(رض) وفرمایل: ایا رسول الله(ص) له نیستۍ پخپله چپنه کې نه بیده کیده؟

عائشې! ستاسې کره زیږ فرش نه و چې د روځې به مو هواراوه او د شپې به مو اغوست، یا به مو در باندې اچاوه.

ای حفصې!
د رسول الله(ص) په مبارک ځان د پزې داغونه نه و، نو زما او دنیا یې سره څه چې تاسې مې پستې بسترې ته درغواړئ.

ای حفصې!
د رسول الله (ص)په مبارک ځان د پزې داغونه نه و، نو زما او دنیا یې سره څه چې تاسې مې نرمې بسترې ته درغواړئ.

ایا رسول الله(ص) ته ټول ګناهونه نه و بخښل سوي. ایا رسول الله(ص) به په وږي نس شپه په رکوع او سجدو، زاریو او ژړا نه سبا کوله آن تر څو چې يې روح د رحمت او رضا په حالت کې واخستل سو.

د امت میندو!
عمر نه ښه خواړه خوري او نه هم نرمه جامه اغوندي. د عمر اسوه د خپلو ملګرو په اسوه کې نغښتې ده.

عمر(رض) به ویل!
ترکت صاحبي یعنی رسول الله (ص) و ابوبکر(رض) علی جادة فان ترکت جادتهما( سبیلما لم ادرکهما فی المنزل.

ما خپل دوه ملګري رسول(ص) او ابوبکر(رض) په لاره کې پرې ایښي دي. که یې زه لاره پریږدم بیا یې په کور کې نشم پیدا کولای، نو ځکه یې په پله پل ږدم ترڅو دوی دواړه بیا مومم.[1]

امتي صاحبه!
د عمر فاروق(رض) د ټول کور د یوه شواروز لګښت دوه درهمه ؤ.۲۷

د محمد رسول الله(ص)دغه وفادار په اطاعت او محبت کې تر ټولې نړۍ خوشاله، ډاډمن او موړ یار به له ډیرو پینو جوړه چپنه چې د پوستکي پینې به هم پکې وې اغوستله(دره) به یې په وږه او په بازارونو کې به یې خلکو ته د محمدي سیرت درسونه ویل.

ددې لوی انسان د نبوي اطاعت او محبت په نشه کې مسته جذبه هیڅ شي هم ماته نه کړای سوای. بې ځنډه یې د خپل پیشوا د وفا او محبت په حلقه کې د هغوی(ص)د پیغام رسونې مهم سرته رساوه او د انساني نړۍ د ګلزارولو په منډو به لګیا و.

امتي صاحبه!
په مخکې پاڼو کې مو ولوستل چې د کفر او جهالت ټغر د شام له خاورې ټول او د شام ځمکه او هوا د تکبیر په نارو معطره او اوسیدونکو ته یې د اسلام په غیږ کې د کلو، کلو ذهني او بدني ستومانیو د لرې کیدو موقع د عمر(رض)دلوریدنو په لړۍ کې په لاس ورغله.

امتي صاحبه!
که څه هم چې د خلیفة الرسول الله(ص) ابوبکر(رض) د خلافت په موده کې د خالد بن ولید(رض) په مشرتابه د عراق د فتحې هلې ځلې پیل سوې. حیره، انبار او ځنې نور ښارونه ونیول سول، خو ابوبکر(رض) ته د ورپیښې ناروغۍ له کبله د دوی په لاس د نورو فتحو شونتیا په ناشونتیا واوښته.
بلکل د هجرت(۱۳)کال و چې ابوبکر صدیق(رض) د شریک آرمان او شریک پیغام په لړ کې عمر فاروق(رض)نور هم د عراق فتحې ته د عراق د ارزښت له مخې و هڅاوه.
عمر(رض) وصیت او ارزښت ته په درناوي کې خپل هوښیار او زړور پام د عراق نیولو ته ور واړاوه. فتوحات روان وو چې عمر(رض) سعد بن ابي وقاص(رض) د عراق د پوره نیولو لپاره ور واستاوه.

امتي صاحبه!
د نبي یاران ټول ډیر لوی او ارزښت لرونکي انسانان وو چې ټول انسانیت پرې ویاړي، د هر یوه ویل او کول ددې وړ و چې لاسونه پسې وتړل سي او که سړی ښه ورته ځیر سي او ژوند یې مطالعه کړي د ژوند په هیڅ برخه کې یې تشه او کمی نه تر سترګو کیږي او هر خوځښت یې د انساني خټې ژباړه بیانوله.

دوی خامخا له یو او بل سره څه توپیر درلود، خو هغه د دوی تر منځ توپیر و، دوی هر یوه ځانګړنې هم لرلې، خو کچه او پیمانه یې یو مخ خپل منځي و. د دوی له منځه یو هم سعد بی ابي وقاص(رض) و چې د صحابه (رض) په زرین تاریخ کې یې لومړی غشی د دښمن لورته ور و توغاوه.

اخرج ابن عساکر عن الزهري قال: رسول الله(ص) د مجاهدینو یوه کوچنۍ ډله چې سعد بن ابي وقاص هم پکې و (رابغ) نومې د حجاز یوې سیمې ته واستوله تر څو مشرکینو ته د مسلمانانو د ځورولو سزا ور کړي.

هغه سعد(رض) و چې له مشرکینو سره په لومړۍ نښته کې د خپل لومړني غشي په توغولو سره مشرکینو ته سزا ورکړه.

امتي صاحبه!
دا ویاړ هم سعد(رض)ته الله تعالی(ج) ور په نصیب کړ چې د احد په غزا کې درې تنه د اسلام دښمنان په یوه غشي کې و پېیل او د سعد(رض) دغه نښه ویشتنه د خلکو د خولې خبره سوه او خپل ځان او مور او پلار یې د رسول الله(ص) د دعا مستحق و ګرځول.

امتي صاحبه!
د سعد بن ابي وقاص(رض) لښکرو ته په لږه موده کې ډیرو بریالیتوبونو هرکلی ووایه، آن تر دې چې خبره د قادسیې مشهورې جګړې ته ورسیده.[2]

سعد(رض) د یوې میاشتې په موده کې فارسیان په خپلو پیلوونکو او تاکتیکي عملیاتو کې ډیر سخت وځورول او نارې او سورې یی تر (یزدګرد) پورې ورسیدې او د ځوابي څه کولو خبرې هم هلته او دلته کیدې. هغه و چې سعد(رض) د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره یو کس(الحیرې) ته واستاوه.

استازي خبر راوړ چې یزدګرد(رستم بن الفرخزاد) چې په خټه ارمنی و له لویه لښکره سره چمتو کړی چې فیل سپاره او آس سپاره هم پکې دي.

سعد(رض) هم بې ځنډه عمر فاروق(رض) د لیک په واسطه په ټوله پېښه خبر کړ او هم یې څو تنه مشران رستم ته اسلام ته د را بللو لپاره ور واستول.
رستم د سعد(رض) استازو ته وویل: د څه لپاره  راغلي یاست؟

د سعد استازو ځواب ورکړ: غواړو چې له خدایه (ج) سره خپله کړې ژمنه په ځای کړو، تاسې او ستاسې ښځې کونډې، واړه مو یتیمان او مال مو هم درڅخه واخلو او زموږ ټینګ باور ده چې دغسې کړای هم سو.

[1]حیاة الصحا بة ج۲ص ۳۰۶
[2] البدایة والنهایة ج۷ص۳۸

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx