افغانستانسولې اړوند خبرونه

صالح: د امریکایانو د وتلو پریکړه نه بدلېدونکي ده؛ خو موږ امریکا ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ایستلو پریکړه کړې، د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وايي، د امریکا دا پریکړه بدلېدونکي ده، خو افغانستان د یوه اړ هیواد په حیث امریکا ته اړتیا لري، تر څو په دې هیواد کې ښکېله پاتې شي.

صالح له «پي بي اېس» امریکایي تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې امریکایانو له افغانستانه د وتلو پریکړه کړې، چې حکومت ورته احترام لري او نور د هغوی په شتمنیو او امکاناتو باندې حساب نه کوي، بلکې له خپلو منابعو څخه د خپلو اړتیا د پوره کولو هڅه کوي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه نه بدلېدونکې ده، خو افغانستان اړتیا لري، چې امریکا پکې په اقتصادي، ډيپلوماټیک او ستراتيژيک حیث ښکېله پاتې شي.

د صالح په خبره، امریکا د نړۍ ابرځواک دی او له افغانستانه د وتلو په صورت کې رامنځته کېدونکي خطرونه به یې ضرور محاسبه کړې وي او تر هغه وروسته به يې له دې هیواده د وتلو پریکړه کړې وي.

صالح ددې تر څنګ امریکا تورنه کړې، چې طالبانو ته یې مشروعیت ورکړی، هغوی ته یې د دوحې دفتر خلاص کړی او د ملا برادر اخند د خلاصون تر څنګ یې د دفتر ټولو غړو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې.

صالح داسې مهال په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتیا هیله لري، چې امریکا او ناټو له افغانستانه د ټولو پوځيانو د ایستلو پرېکړه کړې او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښايي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور صفر ته راټيټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x