دیني، سیرت او تاریخ

د صدقة الفطر/ سرسایې مسئلې ــ دوهمه برخه

لیکنه: مفتي محمد شعیب عثماني
ژباړه: مولوي مراداحمد
د کومو کسانو صدقة الفطر پر سړي لازمه ده؟
د خپل ځان او د نابالغه اولاد صدقة الفطر ادا کول په سړي باندې واجب ده. د بالغ اولاد د خپلې کوروالا(ښځې) صدقة الفطر په سړي باندې نه ده واجب، البته که یې د هغوی له طرف څخه ادا کړه لکه نن سبا چې عموما رواج دغسي دی صحيح کیږي. (الجوهرة: ۱۳۳\۱)
په دې اړه قاعده دا ده: چې د صدقة الفطر تعلق له ولایت، مؤنة او نفقې سره دی. نو که د یو کس پر چا ولایت ولري او مؤنة او نفقه یې ورباندې لازمه وي پر هغه کس باندې د دې دوهم کس صدقة الفطر ادارکول واجب دی او چې د چا ولایت، مؤنة او نفقه نه وه ورباندې لازمه د هغه صدقة الفطر ادا کول هم نه ده ورباندې واجب. (عالمګیریه:۱۹۳\۱)

د کومو کسانو صدقة الفطر په سړي نه ده واجب؟
۱ــ د خپلې کور والا(ښځې) صدقة الفطر پر خاوند باندې نه ده واجب.
(شامي ۳۶۳\۲)
۲ــ بالغ اولاد که څه هم د پلار په عیال کې وي چې پر سد وي ( یعني لیونی نه وي).صدقة الفطر یې په پلار باندې نه ده واجب ۳ ــ البته که بالغ اولاد معتوه یا لیونی و بیا د دوی حکم د نابالغ اولاد دی په پلار باندې صدقة الفطر اداکول واجب ده.
۴ــ  د خپل پلار او مور چې مالدار وي صدقة الفطر ادا کول یې په اولاد باندې نه ده واجب.(عالمګیریه:۱۹۳\۱)
۵ــ که پلار نابالغه لور واده کړي خپل خاوند ته یې وسپاري د هغې صدقة الفطر په پلار باندې نه ده واجب په دې شرط چې دغه انجلۍ د خاوند د خدمت کولو صلاحیت ولري. ځکه که د خدمت کولو صلاحیت و نه لري بیا یې په خاوند باندې نفقه نه ده لازمه نو صدقة الفطر یې هم نه ده ورباندې لازمه، په دې صورت کې بیا پلار مکلف دی چې د لور صدقة الفطر ادا کړي، خلاصه دا ده چې کله یو څوک خپله لور خپل خاوند ته وسپاري که یې د هغه د خدمت کولو صلاحیت درلودی بیا یې پر پلار باندې صدقة الفطر ادا کول نه ده واجب. (شامي ۳۶۲\۲)
۶ــ مسکینه بالغه لور، که واده شوې وي او که نه وي په پلار یا خاوند یې صدقة الفطر اداکول نه ده واجب.(شامي:۳۶۲\۲)
۷ــ کوچنۍ خور یا کوچنی ورور یا نور قریبان که څه هم د ده په عیال کې وي صدقة الفطر اداکول یې پر ده نه ده واجب.(عالمګیریه: ۱۹۳\۱)
۸ ــ پر نیکه باندې د لمسي صدقة الفطر اداکول نه ده واجب چې د لمسي پلار یې ژوندی وي او فقیر وي، که یې د لمسي پلار مړ و بیا یې پر نیکه باندې د صدقة الفطر اداکول پکار دی.(شامي: ۳۶۲\۲)

د صدقة الفطر د وجوب وخت
صدقة الفطر د کوچني اختر د سهار له سپېدو راختلو وروسته واجبیږي.
۱ ــ نو کوم کس چې تر سپېدو راختلو وړاندې مړ شي صدقة الفطر نه ده ورباندې واجب.
۲ــ کوم کس چې بیا تر سپېد راختلو وروسته مړ شي بیا ورباندې واجب ده.
۳ــ کوم کس چې تر سپېدو وړاندې پیدا شي یا کافر وي مسلمان شي په دغه باندې صدقة الفطر واجب ده.
۴ ــ کوم کس چې بیا تر سپېدو راختلو وروسته پیدا شي یا کافر وي مسلمان شي صدقة الفطر اداکول نه ده ورباندې واجب، ځکه د وجوب په وخت کې دی اهل نه و( هندیة: ۱۹۲\۱).
د صدقة الفطر د ادا کولو وخت
د اختر تر ورځې مخکې هم د صدقة الفطر ادا کول جائز ده لکه څنګه چې د حضرت سیدنا عبدالله بن عمر رض په حق کې ذکر کیږي (یؤدیّها قبل ذلک بالیوم او الیومین) ترجمه: هغه به د اختر تر ورځې یوه ورځ یا دوې ورځې مخکي صدقة الفطر ادا کوله.(ابوداؤد :۱۶۱۰)
کله چې د روژې میاشت داخله شوه بیا چې په کومه ورځ ادا کړي جائز ده، د اختر تر لمانځه مخکي هم ادا کولای شي او وروسته یې هم ادا کولای شي البته أفضل داده چې تر لمانځه مخکې اداکړي خو که یې د اختر لمانځه مخکي ادانه کړه ذمه یې نه ساقطیږي بیا یې هم اداکول ورباندې لازم دی.(هدایة: باب صدقة الفطر(الدرالمختار مع ردالمحتار: ۳۶۷\۲)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x