افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: یو شمېر پوځيان د سفارت د ساتنې په موخه په کابل کې پاتېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکا او ناټو له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د امریکايي سفارت د خوندي ساتلو په موخه یو شمېر ‌پوځيان په کابل کې پاتې کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر له پریکړې سره سم امریکا په افغانستان کې نظامي حضور پای ته رسوي او ټول پوځيان له افغانستانه وځي؛ خو یو شمېر پوځیان چې د امریکا د سفارت د ساتنې لپاره ورته اړتیا ده،‌ هلته پاتې کېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په کابل کې د امریکايي سفارت ساتنه اړینه ده، تر څو له لارې یې د افغانستان د حکومت او خلکو سره مرستې دوام پیدا کړي.

پرایس وړاندې زیاته کړې، چې افغانستان کې د هوایي بریدونود دوام په اړه لا هم پریکړه نه ده شوې، چې دده له قوله، ښایي هوايي بریدونه د طالبانو په ځای د داعش‌ په وړاندې دوام وکړي.

د پرایس له قوله، امریکا په افغانستان کې د داعش زیاتېدونکي نفوذ ته اندېښنه لري؛ خو دده له قوله، امریکا به پر دې قضیو نظر وساتي او که خپل پوځيان له افغانستانه وباسي، بیا به هم د داعش د له منځه وړلو او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د اوربند له اعلان هرکلی کړی او د جګړې پر ښکېلو لورو یې غږ کړی، چې جدي مذاکرات پیل کړي، تر څو د یوه سیاسي جوړجاړي تامین ته لاره هواره شي.

دغه پریکړه داسې مهال ده، چې ناټو او امریکا وایي، د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه‌ ټول پوځیان وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
HAHAHA, 
"IT IS TO PROTECT THE SAFARAT NOT KABUL ADMIN, I SWEAR"


BE CAREFUL AFGHANS ARE SMART TOO.  
AFGHANS UNDERSTAND BETTER THAN YOU.



ډاکټر احرار

یاد عسکر د پاتیدلو هیڅ جواز نلري د امریکا سفارت به ګوډاګی دولت ساتې چې ترڅو یې وجود کی یوه قطره وینه وې
البته که دولت نړیږي اسلامي امارت رامنځ ته کیږي بیا به سفارت بند وي ترڅو یې په هکله اولس او امارت پریکړه کوې

طوطی

چا پر امریکایی یو ډز وکړ پس د می د میاشتی له اولی څخه چی د هغوی پر پاتی کیدو به په سفارت کی پری ډز وکړی؟ طالبان پر افغانانو جهاد کوی بیا بالخصوص د روژی په میاشت کی.

طاهر ثابت

مونږ پوهیږو چه اوس به یی دکابل اداره دفاعی دیوالونه په افغانی مزدورانو ډک کړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x