افغانستان

فارياب: دولت اباد کې د والي پر کاروان وسله وال بريد شوی

نن ټکی آسیا(شنبه،د چنګاښ۲۸مه،۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې پرون سهار لس بجې د فارياب ولايت دولت اباد ولسوالۍ جنګل سيمه کې د والي پر موټريز کاروان د دوی ملګرو وسله وال بريد کړی دی.

خبر زياتوي، چې نوموړي کاروان کې د والي او ولايتي شورا د ريس په ګډون ګڼ لوړپوړي چارواکي د جنرال دوستم د ورور عبدالقادر جنازې ته روان وو، چې د وسله وال بريد ښکار شول.

د ښاغلي احمدي په وينا نوموړي بريد سپکې او درنې وسلې کارول شوي او د والي موټريز کاروان کې روانو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

قيصار کې يوولسو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

فارياب ولايت څخه په يو بل خبر کې راغلي، چې پرون ماذديګر څلور بجې قيصار ولسوالۍ شاخ او غوره سيمو کې طالبانو او ملي اردو تر منځ سخته نښته شوې، چې له امله يې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد شمال کې فارياب هغه ولايت دی، چې ګڼې سيمې يې د طالبانو لاس کې دي او خلک خپلې ستونزې او داخلې شخړې د طالبانو په قاضيانو حل کوي.

د کورنيو چاور وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x