افغانستان

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل):د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالي او اړوندې ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي او ګڼ شمېر دولتي عسکر ورته  تسلیم شوي.

له سیمې څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې نن ورځ د وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او امنیه قومندانۍ په بشپړ ډول فتحه شوې.

د سرچینې په خبره، د ولسوالۍ دننه یو تعمیر چې د حکومت ځانګړي عسکر پکې اوسېدل، د تونل په واسطه چاودنه ورکړل شوې او تر هغه وروسته طالبان د ولسوالۍمرکز ته ننوتلي او د مرکزي ودانۍ او امنیه قومندانۍ واک یې په لاس کې اخیستی.

د سرچینې په وینا، تر یوې لنډې جګړې وروسته ولسوالۍ ته ور څېرمه بېس هم نیول شوی او په جګړه کې حکومتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ یو ټانګ او یو رینجر موټر هم نیول شوي.

د حکومت دفاع وزارت او امنیتي ارګانونو که څه هم په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د وردګو ولایت د ولایتي شورا رئیس «اختر محمد طاهري» د نرخ ولسوالۍ د سقوط خبرونه تائیدوي.

یاده دې  وي، چې نرخ ولسوالۍ په تېرو دوو اوونیو کې دوهمه ولسوالي ده، چې د طالبانو لاس ته لوېږي.

تر دې وړاندې د بغلان ولابت بورکه ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

چی کله چور او چپاول یی بشپړ شو بیا به یی بیرته ور یله کړی. طالبانو کوم ځای تر اوسه ساتلی؟ خو فکر کوم چی د چور او چپاول وسایل او د هغوی پر خبره غنیمت د څو تنو د سر پر تاوان نه ارزی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x