
خوست کې د کمپاین عسکرو قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل): د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو یو تن قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټويټر لیکلي، چې نن ماځیګر د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند «ورژلي» سیمه کې د کمپاین عسکرو قومندان «اختر محمد شاهین» له خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی.
#الفتح:
مهم: نن مازدیګر د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ ورژلي سیمه کې د مزدور دښمن د کمپاین په نوم د ضربتي عسکرو وحشي قومندان او د پکتیا ولایت پخوانی امنیه قومندان (اخترمحمدشاهین)له خپلو۳ ساتونکو سره یوځای دمجاهدینو په یوه خاص بریدکې و وژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید. pic.twitter.com/pqPNixqnUz— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) May 11, 2021
اختر محمد شاهین چې د امریکایي استخباراتو له لوري د رهبري کېدونکو عسکري قطعاتو «کمپاین عسکرو» مشري یې کوله، تر دې وړاندې د پکتیا ولایت امنیه قومندان و، چې نن ماځیګر د خپل کور مخې ته په وسله وال برید کې وژل شوی.
کمپاین عسکر چې د امریکايي استخباراتو له لوري تمویلېږي، په خوست، پکتیا، پکتیکا او ور څېرمه ولایتونو کې عملیات کوي او په جنګي جرمونو کې ښکېل بلل شوي دي.
الله پاک دې ددې ظالم مذدور جهنم ځای کړي ، د اشغالګرو په امر یې خپل مسلمانان وژلي دي ، د سحر سړې سوبکې ترې پاتې شوې او مردار شه دغه ظالم ډير وحشت کړی دی !
لوی څښتن سبحانه وتعالی فرمايي: «إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ مُنْتَقِمُونَ» (موږ له مجرمانو څخه خامخا غچ اخلو[د عذاب په سختو ډولونو سره عذاب ورکوو]).