افغانستان

طالبانو د حکومت څوارلس نور عسکر له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ غویي، ۱۴۰۰ل): د روژې په مناسبت د حکومتي بندیانو د خلاصون د لړۍ په دوام طالبانو څوارلس نور عسکر له زندانه خلاص کړي دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټويټر لیکلي «د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان په اساس او د بندیانو کمیسیون په هلوځلو نن هم په میدان وردګو، غزني او زابل ولایتونو کې د کابل ادارې ۱۴ تنه عسکر د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بند څخه خوشې شول.»

د مجاهد په خبره، خلاصو شویو زندانیانو ته نوې جامې او د لارې کرایه هم ورکړل شوې او کورونو ته لېږل شوي دي.

یاده دې وي، چې په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو په کندهار، فراه، روزګان، غزني او بغلان ولایتونو کې هم لسګونه عسکر له بنده خلاص کړي او له نویو جامو او د لارو  له کرایې سره یې کورونو ته رخصت کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x