نظــر

توكم وژنه – لومړۍ برخه

بريال پاسنی

څو ورځې وړاندې بايډن رسماً اعلان وکړ چې د عثماني ترکيې له خوا په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنيانو په ضد نظامي عمليات توکم وژنه وه. دې اعلان د ترکيې او امريکې ترمنځ سياسي ترينګلي اړيکې تر دې حده خړې پړې کړې چې اوس د اردوګان اداره، اوازې دي، په دې غور کوي چې څرنګه او په کوم شدت د امريکا د حکومت ددې اقدام په باره کې عکس العمل وښايي.

ځنې شنونکي خو ان د انجرليک د بيس تړل او له ناټو څخه د ترکيې وتل هم په هغه انتخابونو کې شامل بولي چې ترکان پرې غور کوي. ترکيه يو ستر ملت دی چې له خپله ځانه د دفاع کافي امکانات په اختيار کې لري او مونږ هم په دې اند يو چې تاريخي حقايقو ته دقيق او بې طرفه نظر کېدای شي د ترکيې موجوده موقف چې دا نظامي عمليات توکم وژنه نه وه د دفاع وړ ثابت کړي.

د تاريخ په استناد، د روسيې په لمسون د ارمني بيلتون غوښتونکو ډلو ټپلو او د عثماني حاکمانو ترمنځ جګړيزو کشمکشونو، د اروپا سره په جګړه کې ښکېله ترکيه ځينو اقداماتو ته د ( ۱۹۱۵-۱۹۲۳) کلونو تر منځ وهڅوله چې په نتيجه کې يې د سلګونو زرو ارمنيانو تر خوا سلګونه زره ترکان هم ووژل شوه.

د دغه تاريخي واقعاتو مجموعه ده چې نن يې بايډن د تقريباً نورو دوه ديرشو هيوادونو په څير د ارمنيانو توکم وژنه بولي. د ويلو ده چې ځينو د ګوتو په شمار غير ترکي مورخينو دا واقعات په مستقل ډول هم څيړلي او هغه يې توکم وژنه نه ده بللې. په هر صورت کافي اسناد او شواهد اوس هم شته چې که سياسي اراده موجوده وي ددې مسئلې د بيا او بې طرفې څېړنې لپاره د باور وړ اساس ګرځيدای شي.

په هر صورت فعلاً د يوې جامع، با اعتماده، بې طرفه او مسلکي تاريخي څيړني نه موجوديت، د هغو مورخينو د نظرياتو له پامه غورځول چې د دې ادعا شوي توکم وژنې د وقوع بستر او حالات يې څېړلي او هغه يې توکم وژنه نه ده بللې، د نړۍ خصوصاً د منځني ختيځ اوسني تاوجن وضعيت ته نظر او بالاخره د بايډن دا نا وخته اعلان چې د امريکا متحده ايالات د ارمنيانو ډله ييزه وژنه او له خپلو سيمو ليږدونه څه د پاسه يوه پيړۍ وروسته توکم وژنه بولي، مونږ منطقاً دې يقين ته نژدې کوي چې د بايډن د ادارې دا موقف د اردوغان د سياسي تضعيف په موخه يو بربنډ کوښښ دی.

واضح ده چې اردوغان حق لري او کولای شي د خپل هيواد له تاريخي موقف څخه له تاريخي اسنادو او شواهدو څخه په استفاده دفاع وکړي خو هغه څه چې زمونږ په هيواد افغانستان پورې اړه لري، هغه دادي چې دا ويل سر له اوسه په کار دي چې ترکيه به په اينده کې ډير لږ چانس ولري چې خپله ونډه د امريکا او ناټو په پله د افغان ملت په توکم وژنه کې تته او پيکه کړي.

ترکيه د امريکايي يرغل له شروع بيا تر ننه( Coalition, ISAF, Resolute Support Mission)په درې واړه يرغليزو مشنونو کې د امريکا سره اوږه په اوږه په يوه مسير حرکت کوي او عين هدف چې په افغانستان کې د غربي استعمار د پنجو ښخول او د هغوی محکمول دي کوم چې په ملي توکم وژنه تعبيريږي تعقيبوي.

د دې هيواد په اسلام مين مشران له ځانه دا پوښتنه هم نه کوي چې د سلګونو زرو افغانانو له بې رحمه وژلو څخه د دوی وروستی هدف څه دی او حتی دوی ته له دې وژنو څخه څه په لاس ورځي او ايا هغه څه چې دوی ته په لاس ورځي ددې غيور ملت د تخريب او يا څنډې ته کولو څخه يې ارزښت زيات دی.

دا دليل چې دوی جنګي مشن نه لري کافي نه دی، جرم د نيت خبره ده، په سوريه کې د کرد جنګياليو په لاس د يو څو تنو ترکانو وژل کېدل د اردوغان سخت قهر چې د قدر وړ دی راپارولی شي خو په اچين کې د بمونو د مور استعمال او د هيواد په سطحه هرکال دده د متحدينو په لاس په دې بي دفاع ولس په زرونه ټنه بمونه له اسمانه غورځول،( هغه ولس چې يو وخت يې پلرونو په ايران کې د عثماني لښکر څخه په څو ساعته جګړه کې غنيمت شوي توکي په دې استناد چې شاه اشرف هوتک له خپلو ترک ورونو سره دښمني نه غواړي بې له کم او کاسته سره له غنيمت شوي توپخانې بيرته وروسپارل)، د ترکيې د ستر ملت ددې مسلمان رهبر په تندي د خفګان ګونځې هم نه شي رامنځته کولای.

په هر صورت زمونږ هدف په دې ليکنه کې د ارمنيانو د توکم وژنې څيړل نه بلکه د توکم وژني په Concept مکث او ددې حقيقت ښکاره کول او ځلول دي چې په تيرو شلو کلونو کې د امريکا او د هغوی د حشرباڼو نظامي کړنې په افغانستان کې ددې متمدنې نړۍ د توکم وژنې يوه بله ژوندۍ نمونه ده چې ازاد خيالو نړۍ والو ته يې د غور او مداقې له پاره رسول او د هيواد راتلونکو دولت مردانو ته يې تعقيب او په دې لاره کې د لا زياتو پټو حقايقو راسپړل او برسيره کول په کار دي.

د توکم وژنې تعريف:

د Genocide کلمه له Geno چې يوه يوناني کلمه ده او Cide چې لاتيني ريشه ده ترکيب شوې ده. دا کلمه د لومړي ځل لپاره يو يهودي الاصله پولنډي حقوقدان چې Raphael Lemkinنوميده په ۱۹۴۳کال کې په لومړي ځل وکاروله. رافايل ادعا کوي چې دی د يهودي عام وژنې عيني شاهد وه چې په استثنا د خپل ورور نوره ټوله کورنۍ يې په هولو کاسټ Holocaust کې له لاسه ورکړه.
دده موخه د دې کلمې له ترويج او تداول څخه دا وه چې توکم وژنه په حقوق بين الدول کې د يو جرم په حيث وپيژندل شي.

بالاخره دده کوښښونه او هڅې د ۱۹۴۸ کال په دسمبر کې د ملل متحد د توکم وژنې د کنوانسيون په شکل کې چې د ۱۹۵۱ کال د جنوري له مياشتې نافذ شو نتيجې ته ورسيدلې. ددي کنوانسيون په دويمه ماده کې توکم وژنه داسې تعريف شوې ده.( د لاندې اعمالو له جملې څخه هر عمل چې د يو ملي، قومي، نژادي او مذهبي ګروپ د کلي او يا جزي تخريب په نيت انجام شي) توکم وژنه بلل کيږي.

1. د ګروپ د اعضاوو وژل

2. د ګروپ اعضاوو ته فزيکي او يا جسمي صدمه رسول

3. په عمدي ډول په ګروپ د ژوندانه داسې شرايط راوستل چې د ګروپ د کلي او يا جزيي فزيکې تخريب له پاره محاسبه او تصور شوي وي.

4. د يو ګروپ څخه بل ګروپ ته د اطفالو اجباري ليږد.

د دې کنوانسيون امضاء کوونکي دولتونه چې تعداد يې ۱۵۲هيوادونو ته رسيږي د کنوانسيون مطابق مکلفيت لري چې د توکم وژنې د جرايمو مخنيوی وکړي او د وقوع په صورت کې يې مرتکبين مجازات کړي.

څرنګه چې په دې تعريف کې د سياسي ګروپ عنصر له نظره غورځيدلی دی د توکم وژنې دا تعريف د نظرخاوندانو له خوا تر سخت انتقاد لاندې او په لويه پيمانه ناقص بلل شوی دی. منتقدين عقيده لري چې دې نيمګړي تعريف د توکم وژنې ډير حالات او کېسونه چې په حقيقت کې بربنډه توکم وژنه ده، د توکم وژنې له عرصي څخه د باندې ساتلي دي.(نمونې يې د قلعه جنګي او دشت ليلی واقعات دي).

په بل عبارت تعريف جامع نه دی، حقيقت دادی چې په ملل متحد کې د روسيې په شمول سترو هيوادونو همدا غوښتل چې تعريف دې په قومي، ملي، نژادي او مذهبي ګروپونو پورې محدود شي تر څو دوی وکولای شي چې خپلې کړنې تر سياسي چتر لاندې چې د تعريف له تطبيقي ساحې څخه بهر دي توجيه کړلای شي.

ويل کېږي چې د بحث په لومړيو ورځو کې د سياسي ګروپ د کلمي (Term) شاملول په تعريف کې نه تنها منطقي بلکه حتمي ښکاريده خو يواځې د بحث په وروستيو ورځو کې ددې له پاره چې د ستالين د داخلي تبعيد پاليسي(سايبريا ته د سياسي مخالفينو ليږل، په لوږه تر مرګه ساتل او اجباري کار) د تعريف له چوکاټه بهر وساتل شي د سياسي ګروپ کلمه د توکم وژنې له تعريف څخه وغور ځول شوه.

۱: يرغل توکم وژنه ده:

په افغانستان د امريکا او د هغې د حشرباڼو نظامي يرغل چې هيڅ ډول حقوقي او قانوني بنياد نه لري د سني نړۍ او په خاص ډول بيا د پښتنو چې د افغان ولس د سترې بدنې غوښنه ټوټه ده د توکم وژني يوه بربنډه قضيه ده چې څيړل او راپورته کول يې په کار دي. دا په ياد کې ساتل په کار دي چې د پښتنو هدف ګرځول د افغان ملت د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره او مؤثره لار بلل شوې ده. ځکه پښتانه د افغانستان د ملا تير دي چې په ماتيدو يې دا د استعمار د سترګو اغزی ملت ماتيږي.

وينو چې د توکم وژنې همدي نيمګړي تعريف ته په کتو په افغانستان کې په سلګونو جنګي او غير جنګي کېسونه وجود لري چې په ډيره اسانۍ په هغوی د توکم وژنې اطلاق نه تنها دا چې شونی دی بلکه له لمر څخه هم ښکاره ده. پوهيږو چې تر ټولو مهم عنصر د توکم وژنې په تعريف کې د نيت موجوديت دی. که څه هم چې په اطمينان سره د مجرم په نيت پوهيدل ګران دي او همدا د نيت صحيح او بې له کوم معقول شکه (Beyond reasonable doubt) درک او باور دی چې د جرايمو په تشخيص او د مجازاتو په تعين کې بنيادي رول لري، خو د جرمي اعمالو دقيقې څيړنې، تکرار ،تسلسل او تداوم ته نظر هغه څه دي چې له مخې يې د مجرم نيت او حتی د قبلې پلان موجوديت تقريباً په اطمينان سره درک کېدلای شي.

مخکې له دې چې په توکم وژنې پورې د اړونده جنګي او غير جنګي کړنو څو نمونې د بد بختيو په دې هيواد کې د بيلګې په ډول د دقيق لوست لپاره وړاندې کړو يو څو دلايل په دې موخه وړاندې کوو چې دا حقيقت رابرسيره کړو چې په افغانستان کې نه يواځې داسې اعمال انجام شوي دي چې څرګنده توکم وژنه ده بلکه دا ټول تجاوز چې شل کاله يې دوام وکړ د مذهبي توکم وژنې په نيت تر سره شوي دي.

الف: د جرمي نيت په ارتباط د بوش خبرې د هرچا ياد دي چې ويل يې چې دي، د خدای (ج) له خوا مکلف شوي دي چې په افغانستان او عراق يرَغل وکړي او خپل دښمنان هم هلته په خپلو کورونو کې وځپي او يايې د عدالت لپاره هلته ورولي. د بش په بيانونو کې د مذهبي تعصب او کينې غالب رنګ د هيڅ څارونکي له نظره پټ نه دي. کافي اسناد اوس هم موجود دي چې بش خپلې کړنې په الهي الهام پورې تړي چې يوه يې په منځني ختيځ او افغانستان کې د مسلمانانو ځپل دي. بش په دې بيان چې دې د خپلو کړنو الهام د خدای (ج) له خوا اخلي دا ويل غواړي چې د خداي (ج) کړنو ته توکم وژنه ويل بي ديني ده.

ب: اوس شل کاله وروسته بيا هم ، د بايډن تازه بيان چې د اسامه بن لادن د وژنې د لسمې کليزې په مناسبت يعنې د مۍ په دوهمه نيټه صادر شوی په ښکاره له مذهبي استعارو او سمبوليزم کار اخلي. دده بيان قران لوستو څارونکو ته د (و سيق الذين کفرو الي جهنم زمرا….ولکن حقت کلمة عذاب علي الکفرين) سورة الزمراو (ثم الجحيم صلوه) سورة الحاقة مبارک اياتونه ورپه زړه کوي. دی په خپل بيان کې وايي( تقريبا لس کاله وشوه چې زمونږ ملت د سپټمبر په يولسمه د حملي لاندې راغی او مونږ د القاعده او د هغې د مشرانو په تعقيب او لټه پسې د افغانستان سره جګړه پيل کړه. مونږ بن لادن د جحيم تر دروازو تعقيب کړ).

جحيم يعنې دوزخ بې له شکه مذهبي دلالت لري دا داسي يو مفهوم دی چې په يهوديت او نصرانيت کې هم شته. په اکثره کليسا ګانو کې د دوزخ انځورونه لومړنی څيز دی چې د زاير نظرته ورځي. د بوش او بايډن پورتني اظهارات چې په افغانستان د تجاوز شروع او ددي نه ختميدونکې کړاو احتمالي انتها ټاکي په امريکايي سياسي اوساطو کې د سني اسلام په ضد د سايد نفرت او د عمدي توکم وژنې څرګندونکي بيانونه دي. د پاپ بينيډکټ عقيده چې په قران کې بې له جګړو بل څه نشته په عيسوي اوساطو کې خود ښکاره تاثيرات لري.

نوربيا……

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x