ورزش

رمیز راجه: د پاکستان او زمبابوې کرکټ سیالۍ یو اړخیزې وې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غويي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني مبصر رمیز راجه د پاکستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ ترسره شوې سیالۍ یو اړخیزې وګڼلې او دا یې د کرکټ سره یوه ټوکه او خیانت وباله.

رمیز راجه وایي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ یو اړخیزې وې او ترمنځ یې هیڅ اړیکه نه موندل کېده، «د کرکټ داسې سیریز باید ترسره نشي، کرکټ لا دمخه په یو ستونزمن حالت کې دی او لږ خلک یې ګوري، که داسې بې مزې لوبې ترسره کیږي، مینوال به د فوټبال په څېر نورو لوبو ته مخه کړي، د درې ورځو ټیسټ یوه ټوکه ده».

د پاکستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر زیاته کړې، «ځينې خلک فکر کوي، د کمزورو لوبډلو سره سیالي هغوی ته له ستونزمن حالت څخه د وتلو او د نوې زده کړې فرصت ورکوي، خو ماته نه ښکاري زمبابوې دې له یادو لوبو څه زده کړې وي، د زمبابوې ټيسټ کرکټ ډیر ښکته تللی، دوی باید یوازې د محدودو اورونو لوبې وکړي».

رمیز راجه په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د پاکستان کرکټ لوبډلې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړې او دواړه لوبې د دریو ورځو په دوران کې پای ته ورسېدې.

پاکستان په دواړو لوبو کې د یوې پاڼۍ او د منډو په ستر توپیر بریاوې خپلې کړې، لومړۍ لوبه په دریمه ورځ د یوې پاڼۍ او ۱۱۶ منډو په توپیر، او دوهمه د یوې پاڼۍ او ۱۴۷ منډو په توپیر په دریمه ورځ د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.

بل لوري ته د پاکستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر او ویکټ ساتونکي راشد لطیف هم پر زمبابوې د پاکستان بریا غندلې او دا یې د خپلې لوبډلې لپاره نامناسب بللې، د نوموړي په وینا، «په تېرو درې میاشتو کې څلور ټیسټ لوبې کول ښه دي، خو د راتلونکي په پام کې نېولو سره د پاکستان کرکټ بورډ باید وګوري چې له کومو لوبډلو سره لوبې کوي.

راشد لطیف چې د افغان لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی زیاتوي، «انګلستان، استرالیا او نیوزیلاند کرکټ لوبډلې ځکه زیاتې ټیسټ لوبې کوي چې مینوال غواړي ددوی په زړه پورې لوبې وګوري، پاکستان خو د هند سره سیالۍ نه لري نو باید له ۵-۶ سترو نورو لوبډلو سره د ټیسټ سیالیو ترسره کولو هڅه وشي».

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډله له کوچني اختر وروسته د افغانستان کرکټ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ لري، چې کوربه توب به یې د افغان لوبډلې پر غاړه وي او شونې ده عربي اماراتو کې ترسره شي، د دواړو کرکټ بورډونو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x