
په ډیری اسلامي هېوادونو کې «پنجشنبه» د اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): د اسلامي نړۍ یو شمېر هېوادونو چهارشنبه د روژې مبارکې ۳۰مه او پنجشنبه (۱۳ مې) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
سعودي عربستان، مصر، سوریه، یمن، سودان، فلسطین، عراق، بحرین، قطر، کویت، الجزایر، ترکیه، عربي امارات، اردن، فلسطین، مالیزیا او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې میاشت ونه لېدل شوه او پنجشنبه یې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
د سعودي عربستان سترې محکمې وروسته له هغې دغه خبر رسما تایید کړ چې د میاشتې لېدو کمیټې مسئولینو د هېواد په لرو بر کې د کوچني اختر میاشت ونه لېدله.
په همدې توګه په مصر کې دار الافتاء، متحده عربي اماراتو، کويت، قطر، سودان، مالیزیا، اندونیزیا او عراق کې د سنيانو د مياشتې ليدلو کمېټو اعلان کړی چې پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
افغانستان او يو شمېر نور هغه اسلامي هېوادونه هم پنجشنبه اختر لمانځي چې له سعودي سره د مياشتې په ليدو روژې نيسې او اخترونه لمانځي.
بل لوري ته د پاکستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو کې تر دې دمه د کوچني اختر په اړه خبر نه دی ورکړل شوی، خو پاکستان د چهارشنبې په ورځ د میاشتې لېدو کمیټې د کینولو پریکړه کړې ده. ددغه هېواد د اطلاعاتو وزیر فواد چودري تېره اونۍ ویلي وو چې پاکستان کې به د مې په ۱۴مه د جمعې په ورځ اختر وي.
د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا له کبله د تېر کال په څېر سږکال هم د اختر خوند پېکه شوی، په یو شمېر هېوادونو کې سخت محدودیتونه وضع شوي، خو پاکستان په دې تړاو له ۸ تر ۱۶ مې ټول هېواد کې بشپړ ګرځبندیز پلي کړی دی.
ماشاءالله د طالبان جهاد د اختر خوند نور هم زیاد کړی. هر کور ته یی غمونه راوړی بیا بالخصوص د لوګر په خلکو.