افغانستان

د برتانيې لوی درستيز: د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د جهاد لپاره دلیل نه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۰ل): د برتانيې لوی درستریز جنرال نيکولاس کارټر ويلي، د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د خپل جهاد لپاره دلايل نه لري.

جنرال کارټر له طلوع نيوز سره د خبرو پر مهال ويلي، بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتو دي او طالبان اوس د افغانانو پر ضد جګړه کوي، چې هېڅ شرعي مجوز ورته نه لري.

په کابل کې د برتانيا سفيرې اليسون بليک هم ويلي، هېواد يې د افغانستان حکومتي عسکرو له لوري د افغانستان امنيتي مسؤوليت ملاتړ کوي او برتانیا به د بهرنيانو له وتلو وروسته هم د افغان حکومت مالي، سياسي او پراختيايي چارو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

کابل ته د جنرال کارټر د سفر سره هممهاله د پاکستان لوی درستیز ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه هم کابل ته راغلی او دواړه مشران د کابل حکومت له مسؤولينو سره د سولې او ګډې همکارۍ په اړه غږېدلي دي.

حکومتي سرچينې وايي، ښايي د برتانيې په منځګړيتوب د کابل او اسلام اباد تر منځ يوه پوځي هوکړه وشي، چې له مخې به يې د يو شمېر افغان ځواکونو روزنه پاکستاني پوځيان کوي.

په عين حال کې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، پاکستان غوښتنه لري، چې د افغانستان خاوره يې بايد پر خلاف ونه کارول شي او دا يې د پاکستان «مشروعه غوښتنه» بللې ده.

خلیلزاد د جرمني له شپيګل مجلې سره د مرکې پر مهال ويلي، چې واشنګټن او لندن هڅه کوي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ امنيتي همکارۍ نورې هم پراخې شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د باور کچه لوړه شي.

جنرال کارټر ټينګار کړی، چې کابل او اسلام اباد په دې پوهيږي، چې له ګډې ستونزې سره مخ دي او هغه هم ترهګري ده او بايد دواړه يې په ګډه پر وړاندې مبارزه وکړي.

جنرال نيکولاس کارټر په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې ماموريت ترسره کړی او د بهرنيو پوځيانو له لوري افغان عسکرو ته د امنيتي مسؤوليت د لېږد چارې هم د ده پر غاړه وې.

نوموړی د پاکستان او افغانستان په چارو کې بلد دی او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د څو ناستو منځګړيتوب هم کړی دی.

جنرال کارټر او جنرال جون نيکلسون

طالبانو تر اوسه د جنرال کارټر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر ده وړاندې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جون نيکلسون د طالبانو پر ضد جوړو شوو پلانو کې ويلي و، چې طالبانو ته به په پوځي برخه کې ماتې ورکړي او همدارنګه به ولسي او مذهبي مشروعيت ترې هم واخلي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال جون نيکلسون

د جنرال نيکلسون له څرګندونو وروسته په هېواد کې دننه او بهر په يو شمېر هېوادونو کې د طالبانو د روان مقاومت پر خلاف فتواوې اعلان شوې.

حکومت دغو فتواوو ته خوښ و، خو د چارو څارونکو دا فتواوې د جنرال نيکلسون د پلان برخه بللې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

لوی درستیز چې وایي « د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د جهاد لپاره دلیل نه لري»

پس د بهرنیانو په حضور کې جهاد فرض او د حقانیت دلیل یې موجود وو،،، نو د ټولو هغو دې مخ په دین او دنیا تور وي چې د بهرنیانو په حضور کې یې جهاد ناروا او بین الافغاني جګړه بلله،،، آمین

راځو اصل خبرې ته

کله چې د بهرنیانو په حضور کې د جهاد حقانیت ثابت شو نو له وتلو وروسته د جهاد ادامه تر هغو واجب ده تر څو چې د جهاد اهداف متحقق شوي نه وي.

سرفراز

ههههههه والا ښه دخندا ډک نظر همدغه دانګلیس لوی درستیز ورکړیدی ماته خو یو نظامی نه بلکی ټوکمار معلوم شو نوموړی وایی چی اوس طالبان دافغانانو په مقابل کی جنګ کوی او هیڅ شرعی مجوز ورته نلری مقصد به یی انګریزی شرعیت وی یعنی غربی دموکراسی فسک وفساد فحشاګیری

Adam Khan

The Talib government was replaced by force unfairly. It has to take leadership back

احمدشاه

هههه
دا ده خپل له دین بی خبره سرخوړه لې غله سیکولران مو خو لږ وه چه وس کفار هم مسلمانانو د جهاد دلیل ورزده کوې.

طوطی

احمد شاه ته: دا خپله د همدغو مسلمانانو له لاسه چی د اسلام نوم پر ټوله نړی بد کړی. ته ولاړ خارج بیا ووایه چی مسلمان یم او یا دی څیره د یوه مسلمان غوندې وی ټول به بد بد درته ګوری. بیا هغه وخت پوهیږی چی څومره مونږه خلک بدبخته یو.

طوطی

دا خو یی ریښتیا ویلی نور دا جنګ څه شرعی مشروعیت لری. طالبانو خو له ډیره پخوا ویل چی اشغال ختم شی مونږه به په هماغه ورځ جنګ بس کړو. اوس چی خارجیان په وتو دی د دی جنګ شرعی مشروعیت په څه کی دی؟ یو ملا، یو طالب پلوی دې ماته ووایی په هغه ښار او کلی کی چی د آذان غږ له مساجدو اوچته کیږی هلته جهاد روا ده؟ یو حدیث یو آیت بیغیر له هغه ستاسو ته باید د خوارجو لقب درکړل شی.

سرفراز

طوطی ګله خوارج هغه چا ته باید ووایو چی داشل کاله یی دکفر په ملاتړ ددیمکراسی اوفحشا دترویج داشغلګرو دسیوری لاندی خپل بی ګناه افغانان ښځی ماشومان سپینګیری د امریکا او ناټو دبمونو په لامبو کی وسوزول دنګی ماڼی قصرونه په ملیاردونه ډالر عامه شتمنی یی لوټ او عایشی یی ترویج کړه هغوی باید د هغو شهیدانو کونډو او یتیمانو پوښنتو ته ځواب ووایی کوم چی دوی داشغال تر سیوری لاندی تر سره کړیدی دوی باید دهغو غلاو اوچور اوچپاول ځواب ووایی کوم چی یی په دا شلو کالو کړیدی داسی خو نشی کیدای چی هر دالا او داووس دپدی… نور لوستل »

طوطی

سرفراز صیب ته: اختر په خیر عبادات او لمونځونه قبول. دا حکومت یی مطلق کافر هغه پرون د ملا رسول د ډلی څخه ۲۳ کسه زخمیان او شهیدان شول هغوی هم ځان ته طالبان وایی او مشر یی همدا اوس خپله ملا رسول د پنجابیانو په زندان کی اسیر دی. ساحوی قومان ملا نیازی صیب سخت ټپی دی او حتی امکان لری چی هغه هم شهید شی. اوس ته خپله قضاوت وکړه چی خوارج چا ته ویل کیږی. ## ډیر په حکومت کی دی بدون له شکه خو د طالبان تحریک هم له ## څخه پاک ندی. الله دی داسی… نور لوستل »

سرفراز

محترم ورور طوطی ستا ځواب منطقی او ستا هغه دجلا وطنی احساس کوم چی پر تا خپل وطن او خلک ګران دی زه یی قدر کوم زه هم ستا په شان کلونه پخوا له خپل ټاټوبی څخه مهاجر او په ډیو سختو شرایطو کی می دپردیسی شپی او ورځی سبا کړیدی اصلآ زموږ درد شریک دی ما په خپل وطن کی نظامی زده کړی وکړی او دسر په بیه می تر جیت الوتکو پیلوټی ته ځان ورسوه په کلونو می شپه اورځ پروازونه وکړل مګر هغه وخت هم ددولت په چوکاټ کی ناهله اود واسطو په وسیله مقام ته رسیدلو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د برطانیا لوی درستیز نه بلکه د برطانویانو لوی دشمن کارتر د هغه بین المللی مافیه یا نړیوال استعمار برخه ده چه تر موږ د مخه یی لمړی اروپایی هیوادونه غصب او قانونی استثماروی یو سلنه خلک یی بیلونران او هرڅه لرونکی او نهه نوی سلنه خلک یی د فقر او سواد له سری کرښی کښته ژوند تیروی. نیکلسن ، پیتر سن ، نیکولای کارتر ، ترمپ بوش بلیر ډیوید او داسی نور هغه استعماری لیوان دی چه لمړی یی هغه هیوادونه چه دوی یی دعوی لری غصب کړی او د هغو هیوادو سیاسی قدرت یی تر لاسه کړی او… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x