شعـــــرونه

لر او بر اختر/ عبیدالله علم

عبيدالله علم لندن

چې پرې راتللې اوس تړلی هغه در اختره
له مونږ نه تېر شه لاړ شه لر او يا په بر اختره

په مونږه شپه ده په تيارو کې خپل ژوندون تېروو
ته لاړ شه هلته چې ختلی وي سپين لمر اختره

زموږ په کلي کې به چيغې فريادونه واورې
د يوې مور پرون شهيد دی، د زړه سر اختره

د قبرو مينځ کې ناست وو څو واړه واړه ماشومان
د چا پلار مړ دی او د چا خوږ برادر اختره

په شاه زلمو چې بيرغونه رپي، زړه مو رپي
په داسې حال کې به موږ څه وکړو اختر اختره

شي دې تباه دا د قدرت او د چوکۍ ليوني
د دوی له لاسه دی ولس ټول در په در اختره

علم دې‌ لرې له وطن نه په اختر څه کوي
ناست دی په غم کې يادوي ښکلی لوګر اختره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x