افغانستان

دفاع وزرات: د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۸مه ۱۳۹۳): د دفاع وزرات وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي.

د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي د اردو سرتیري د طالبانو په بمي چاودنو کې وژل شوي. خبرپاڼې دا نه ده څرګنده کړې چې وژل شوي عسکر کوم ولایت کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دوی ۳۳ طالبان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي.

د جګړې ښکېلې خواوې همېشه دمقابل لوري تلفات د اصلي شمېرې څخه څو چنده زیات ښيي.

د چارو شننونکي وايي د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزرات له لوري د وژل شوو طالبانو شمېر تر هغې څو چنده زیات دی چې دوی يې د اصلي ژوندي طالبانو ښيي.

شننونکي وايي چې داسې انديښنې هم شته چې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزرات په جګړه کې وژل شوي ولسي وګړي هم په طالبانو کې حسابوي.

د یادونې وړ ده چې د هوا د ګرمېدو سره طالبانو په خپلو بریدونو کې خورا تېز والی
راوستی دی.

طالبانو روان کال د خیبر تر نامه لاندې پسرلني عملیات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x