افغانستان

پاکستان: امریکایانو ته اډه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره جوخت په منځني اسیا کې د یو شمېر امریکایي پوځيانو د ځای د په ځای کېدو راپورونه خپاره شوي، پاکستان وایي، نور د امریکا په جګړو کې ځان نه ښکېلوي او نه هم هغوی ته په پاکستان کې پوځي اډه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، د پاکستان د اوسني حکومت پالیسي داده، چې یوازې په سوله کې همکاري کوي او د امریکا په جګړو کې ښکېل نه پاتېږي.

نوموړي ددې پوښتني په جواب کې چې پاکستان به د امریکا د فشارونو په پایله کې هغوی ته د نظامي اډې ورکولو ته قانع شي که نه، وویل «نه! موږ به هغوی ته اجازه ورنکړو، هیڅ امریکايي اډه به پاکستان ته را ونه لېږدول شي.»

د قریشي له قوله، هیواد یې هڅه کوي طالبان د سولې او بیارغونې په پروسه کې فعالې برخې اخیستو ته ورسوي او په خبره یې، که هغوی غواړي چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني او له تور لست څخه ووځي، نو د جګړې د شدت کچه باید راټيټه کړي، تر څو سیاسي جوړجاړي ته لار هواره شي.

پاکستان داسې مهال امریکا ته د نظامي اډې ورکولو احتمال ردوي، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو له پریکړې سره جوخت امریکا هڅه کوي، د منځنۍ اسیا په کوم هیواد کې اډه ولري.

داسې راپورونه شته چې ښيي، امریکا د ازبکستان او تاجکستان په ګډون د افغانستان یو شمېر ګاونډیانو ته وړاندیز کړی، تر څو دوی ته نظامي اډه ورکړي؛ خو لا هم کوم هیواد د هغوی غوښتنه نه ده منلې.

د ازبکستان دفاع وزارت وایي، امریکا ته اډه نه ورکوي او نه غواړي، له هیواد څخه يې په نورو سیمو کې جګړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

کله پنجابی پاکستان په خپل لنډ ساختګی تاریخ کښی توانیدلای دی چی خپل شیطان بادار ا نګلیس او د انګلیس هم حلقی امریکا ته ازادانه منفی ځواب ورکړۍ شی ؟؟؟

طوطی

یعنی چی پخوا دی ### خوړلی اوس یی نخوری. رنګ مو ورک شه پنجابیه همدا تاسی وی چی امریکایانو ته مو لار ورکړه چی دلته راغلل بی شرمو. اوس مو ملایان وایی افغانستان کی جهاد روا دی ناخبره لدې چی ### کی څه تیریږی. وخت به یی راشی قسم می په الله که ####.

الحاج استاذ بیانزی

دا لمړی ځل دی چه د باکستان غلامانو څخه د توقع خلاف څه اورم چه دا به یی خپله خبره او که ورته ویل شوی به وی چه په دی ویلو به خپلواک نما معلوم شی.
یاد دا چه افغانستان پاکستان د طالبانو هیواد دی هلته به د لیوانو هډه ونه شی ساتلی نو ښه دا ده چه ووایاست نه یی منو . د شمال انډیوالان خو د روسی نیمه مستعمری دی خارجی پالیسی یی د روسانو په خوښه ترسمیږی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x