
بختور اختر/ نومير
فدامحمد نومير
لويه خدايه بختور په موږ اختر کړې
را بهر مو د نفاق له سمندر کړې
دواړه لاسه مو اوچت په استدعا دي
کور، کهول څه مو نوم ورک د مرور کړي
څو لاسونه د ورورۍ يو بل ته ورکړو
بختور اختر په مونږه بختور کړې
فکر او هوش نه مو کينه او بغض و باسې
خيرن زړونه مو په نور را منور کړې
د ورورۍ مينه الفت راکې مينځو کې
اتحاد او اتفاق مو يو په زر کړې
د ولس د سوکالۍ فکر، خيال راکړې
په دې لار کې برکت په ښځه ، نر کړې
چې دا وران ويجاړ کورګی سره سنبال کړو
ابادۍ ته د هيواد هر يو ناظر کړې
ځانځانۍ، خودپرستۍ نه مو وساته
په تقوا کې مو اوچت له قلندر کړې
د يتيم، کونډې ارمان چې کړي تر سره
تاج و تخت په هغه کس ته بختور کړې
توپ و ټانک په خپل قدرت ايرې، اوبه کړې
محوه نوم ته د کمزوري ، زورور کړې
چې سو سيال د سيالدارۍ په دې دنيا کې
د ګوربت په څير عطأ راته وزر کړې
ستا بې دره بل در نسته په ژړا يو
ستر څښتنه زما ولس باندې اختر کړې
متحده ايالات ، کلفورنيا ، ارواين