افغانستان

کابل: امریکايي ځواکونو یو بل نظامي کېمپ حکومت ته وسپاره

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ غویي، ۱۴۰۰ل): د کابل په ریشخور سیمه کې د امریکایي‌ ځواکونو د یوه نظامي کېمپ واک حکومتي عسکرو ته سپارل شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند «فواد امان» وایي، دغه نظامي کېمپ «مورهید» نومېده، چې امریکایي ځواکونو افغان ځانګړو ځواکونو ته روزنه پکې ورکوله او اوس یې په بشپړ ډول هغوی ته تسلیم کړ.

د امان په خبره، دا نظامي کېمپ به نور د کمانډو عسکرو له لوري‌ کارېږي.

د مورهید نظامي کېمپ چې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د ګارنیزیون له لوري جوړ شوی و، له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو له پریکړې سره جوخت حکومتي‌عسکرو ته سپارل کېږي.

تر دې وړاندې هم امریکایي او ناټو ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې خپلې نظامي اډې او کیمپونه تخلیه کړي وو او واک یې حکومت ته سپارلی و.

امریکایي‌ ځواکونه د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وځي او تر هغه وړاندې د خپلو ټولو نظامي اډو عسکر بګرام ته ټولوي، تر څو له هماغه ځايه یې د وتلو چارې منظمې کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

چې تش یې ورته سپارلي که ډک؟

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، ډک مګر پلاستیکی !!!!

الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامه اداره په غلامی سربیره حمافت کی ډوبه ده دا سمه ده چه غلامه ده مګر لږ تر لږه د خپلواکس دعوی خو لری یا د خپلواکو هیوادو پیښی خو کوی، په دغه خبره چه امریکایانو بل نظامی بیس د کابل غلامی اداری ته ورکړو: ایا دغه بیس کوم ټینک او یا الوتکه وه چه د کابل غلامی اداری ته یی ورکړو، او یا امریکایانو د امریکا د خاوری کومه برخه ورته ورکړه ؟ د دی هیواد په یوه برخه یی د غلامی اداری د ساتنی د پاره یی نظامی بیس جوړ کړی وو ، د قرارداد وخت… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x