شعـــــرونه

ها پرونی زرين دوران دې څه شو؟/ قاري سعيد

قاري عبدالستار سعيد

له سردرو د قرطبې مسلمه!
بیا تر کاشغر او فرغانې مسلمه!
ځوږ د تکبیر او د آذان دې څه شو؟
ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

هاغه صدیق صدیق یاران یادوم
هاغه خالد خالد غازیان یادوم
چې د تیارو سټه یې و ایستله
هاغه د لمر په لار روان یادوم

چې فارس او روم یې په څپو کې یووړل
ډېر تورتمونه یې سپیدو کې یووړل
هاغه بهیر هاغه کاروان دې څه شو؟
ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

يه تاریخي اُندلُسه! تاته وایم
د نیل وادي او افــــریقا ته وایم
در څخه بل عمر مختار غواړمه
د طــرابلُس د زړه درزا ته وایم

درنه طارق درنه موسی غواړمه
ابن تاشفین درڅخه بیا غواړمه
ها اُموي عبدالرحمن دې څه شو؟
ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

نن د عربو جزیره ویده ده
عثماني ترک قسطنطنیه ویده ده
د صلیب توغ رانه القدس ګواښوي
خو د هلال مې زمزمه ویده ده

چي شي راپورته د اقصــی په ننګه
د لا اله الا الله په ننګه
ها ایوبي مرد میدان دې څه شو؟
ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

لر او بر ټول عرب عجم لټوم
کوم محمد ابن قاسم لټوم
چې د چنګیز غاښونه یې وبریښول
هاغه جلال شیرخوارزم لټوم

د ستر امام مزار پردو لاندې کړ
بغداد د عصر هلاکو لاندې کړ
ها عباسي تخت او سلطان دې څه شو؟
ها پرون زرین دوران دې څه شو؟

مونږه شیشان مونږ ارمنیا هیره کړه
مونږه ترمذ موږ بخارا هیره کړه
ماوراء النهر د پرون کیسه شوه
مونږ د اسلافو ارامګا هیره کړه

ها د قرآن په رڼا وللی وطن
د قتیبه تورې ګټلی وطن
هاغه قفقاز او ترکستان دې څه شو؟
ها پرون زرین دوران دې څه شو؟

“سعیده!” څه شو هغه ستا ټاټوبی؟
هاغه د مینې او وفا ټاټوبی؟
چې هند او فارس یې تر نګین لاندې وو
ها د محمود او احمدشاه ټاټوبی؟

ها د میرویس او د عمر سر زمین؟
ها ګام په ګام سنګر سنګر سر زمین؟
هغه مردخېز افغانستان دې څه شو؟
ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x