افغانستان

لوګر:پل علم کې چاودنې د زندان د لوجستيک مدير په ګډون پنځه تنه وژلي

نن ټکی آسیا(شنبه،د چنګاښ۲۸مه،۱۳۹۳ل): د لوګر مرکز پل علم شهيدانو څلور لارې کې يوې چاودنې د لوګر د مرکزي زندان د لوجستيک مدير په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

راپورونه وايي، چې پرون د جمعې په ورځ ماذديګر څلور بجې شهيدانو څلور لارې کې يو بايسيکل کې ځای پر ځای شوی ماين هغه مهال وچاوديد، چې د زندان لوجستيک مدير له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

ويل کيږي، چې نوموړې چاودنه کې د ولايت د مرکزي زندان د لوجستيک د مدير په ګډون دوه پوليس او دوه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x