شعـــــرونه

د سپېڅلې عقيدې په تور مې وژنه/ ريحان

شفاعت ريحان

د جهاد د کلمې په تور مې وژنه
د سپېڅلې عقيدې په تور مې وژنه

ستا عيبونه بېرته تا لره درښيم
د دروغجنې آينې په تور مې وژنه

تۀ ملګری د عتبه زۀ د بلال يم
لاشريک ته د سجدې په تور مې وژنه

تۀ زما سترګو کې خپل راتلونکی وينې
د مرحومې آيندې په تور مې وژنه

لما تاو د سپينې تورې مړوندونه
د سپېڅلې يارانې په تور مې وژنه

ازادي به لکه حوره راته ګوري
تۀ مې دار ته وړه د دې په تور مې وژنه

شفاعت دي دا دی لاس کې يم صاحبه!
د سالمې نظريې په تور مې وژنه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x