نظــر

اقصى کوم لومړيتوب؟

وحيدالله مصلح

يوه ستونزه او يو پېغور چې په افغانستان کې تل د خپل فکر پر مخالف ورتپل کېږي د اولويت لفظ دى، دې تپنه کې نو سکولار دواتشه ګان لکه د کنځلو سخت ناميان دي.

لومړيتوبونه معمولاً د چارو د ښه سنبالښت په موخه په پلانَونو کې کارېږي، دغه انتخاب د کارونو د مهموالي او عاجلتوب او غير مهموالي او ناعاجلتوب له مخې ترسره کېږي. لومړيتوبونه د کاري ماحول اصطلاح ده او دغه لومړيتوبونه د فرد له ژونده نيولې د حکومت او ملت تر دايرې خپل وسعتونه لري.

زمونږ ارزښتونه!
مونږ د يو ملت په توګه د خپلو ارزښتونو دوه په خپلو کې جوړ جوړښتونه لرو؛ اسلامي او ملي. د ارزښتونو په دې اډانو کې مونږ تل د عمل او عکس العمل ځانله ځانله برخوردونه لرو. زمونږ ملي هويت، ملي حاکميت، خپلواکي، پرمختګ، اجتماعي اړيکې، فرهنګي اصالت او تاريخي واقعيتونه دا ټول زمونږ د ملي ارزښتونو اساسونه دي.

د ملت په توګه زمونږ نظرياتي تشخص، زمونږ قوانين او د قوانينو سرچينې، زمونږ محاکم، له اسلامي ملتونو او حکومتونو سره زمونږ د ملت او حکومت اړيکې، اسلامي شعاير، حرمين او مسجد الاقصى، او داسې نور زمونږ اسلامي ارزښتونه دي.

اقصى؛ د يووالي رمز!
اقصى زمونږ په ديني متونو کې يو ياد ارزښت او د قرآن کريم يوه لويه موضوع ده:
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا.

د قرآن کريم د دې بيان يو لوى هدف دا دى چې اقصى زمونږ ديني ارزښت دى او مبارک دى، د اقصى قرآني يادونه د مسلمانانو د موقفونو، عواطفو، اړيکو او غبرګونونو د يووالي محور دى، او همدا ټکى د مسلمانانو د ګډو ارزښتونو ميرڅمنو ته د منلو نه دى.

اقصى؛ د لومړيتوب لومړۍ دايره!
د قرآني او نبوي لارښوونو په رڼا کې اقصى او حرمين د مسلمانانو لومړيتوبونه دي، خو دا لومړيتوبونه په څو دايرو کې جلا مرتبې لري، د فلسطين د خلکو هغسې لومړيتوب دى چې هغو پکې د نړۍ او حتى سکولار مصر او شاهي سعودي په ظلمونو او خيانتونو کې د خپلواکۍ دا سفر په خپل مظلوميت او غربت کې کوي، حماس د دغې خاورې د ګټونکي او د اشغال د مزاحم جريان په توګه د خپلواکۍ پالونکى دى، يو لوى تاريخ جوړوي او د مړسپن امت په غياب کې قهرمانۍ کوي.

د لومړيتوب دويمه دايره!
ګاونډي حکومتونه بيا د خيانت په تړونونو او د لارنس په حراميتوبونو کې د اسرائيل بانډاريان دي، خو په دغو هېوادونو کې د سکولار او شاهي ديکتاتوريو بندي ملتونه او اسلامپالي جريانونه په ځانګړي ډول اخوان المسلمون د دې قضيې د ننګې محورونه دي، دا به مبالغه نه وي چې ووايو اخوان د فلسطين او اقصى نظرياتي استازى او څښتن دى.

د لومړيتوب درېمه دايره!
په درېمه لويه دايره کې لرې اسلامي هېوادونه او ملتونه دي، په دغه دايره کې د دې قضيې لومړيتوب دا دى چې دوى په خپلو ظرفيتونو او حدونو کې د اقصى او فلسطين ننګه وکړي، اخلاقي، سياسي، مالي او فرهنګي حمايت يې لوى مجالونه دي.

اقصى زمونږ اولويت دى، خو له اقصى زمونږ دغه اخلاقي حمايت هيڅکله زمونږ د هېوادنيو لومړيتوبونو سره په ټکر کې نه دى، د خپل هېواد لپاره په عملي بوختيا او سلو غږونو کې د اقصى لپار يوازې يو غږ هيڅکله زمونږ وطني کار او سل غږونه نه متاثر کوي.

په مجموع کې اقصى د نړۍ د ټولو مسلمانانو داعيه ده، که عربان يې عربي قضيه بولي او که عجم يې پردۍ، خو دا هر څه له اسلامي ادرسه نه دي، دا ټول سياستونه د غلامۍ او سکولار امتزاج له بدرنګيو راوتلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x