شعـــــرونه

ایوبي نشته په دنیا اقصی په چیغو ژاړي/ حيدري

محمد اغا حيدري

ایوبي نشته په دنیا اقصی په چیغو ژاړي
فریاد یې وکړلو نن بیا اقصی په چیغو ژاړي

ای مسلمانه لا ویده یې د غفلت خوبو کې
توره شپه نوره کړه سبا اقصی په چیغو ژاړي

زما له سترګو دي روانې نن مظلومې اوښکې
کافران وینم هره خوا اقصی په چیغو ژاړي

هر یو ظالم ته ورکړه بیا د دوی د ظلم ځواب
ورباندې راوله غوغا اقصی په چیغو ژاړي

په مساجدو کې ویشتو نه یې خوندونه اخلي
ټول کافران دی په خندا اقصی په چیغو ژاړي

ای مسلمانه! پاڅه نور داسې همت وکوه
تورو تیارو ته شه رڼا اقصی په چیغو ژاړي

خاموشه غږ دې را اوچت کړه په جرئت یې کوه
د آزادی اذان ملا اقصی په چیغو ژاړي

د سوی زړه حیدري! تاته فریادونه کوم
ربه ﷻ کفار یې کړه تبا اقصی په چیغو ژاړي

محمدآغا حیدري

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x