نړۍ

دلیبیا عبوري حکومت دسوریی دحکومت مخالفه ملي شورای په رسمیت وپیژندله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۱) دلیبیا دملي انتقالي شورای ریس تیره ورځ اعلان وکړ چی هیواد یی په طرابلس کي دسوریی دحکومت سفارت بند کړی دی، اوپرځای یی دبشارالاسد داداري مخالفه ډله دسوریی ملي انتقالي شورای په رسمیت پیژندلی ده، نوموړي زیاته کړه دسوریی ملي انتقالي شورای په سوریه کي قانوني حیثییت لري اودغه ډله په لیبیا کی دسوریی دخلګو دنمایندګي حقداره اداره ده.

دیوي خبري غونډي پرمهال چی تیره ورځ په طرابلس کی دلیبیا دعبوري حکومت له لوري رابلل شوي وه دلیبیا دملي انتقالي شورای یوه غړي موسی الکوني له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دنن ورځي په شورای کي د مجلس له ډیرو مهمو او ارزښتناکو پریکړو څخه یوه هم دغه پریکړه وه، چی هیواد یی په طرابلس کي دسوریی دحکومت سفارت باید بند کړی اوپرځای یی دسوریی وملي شوری ته بلنه ورکړي چی لیبیا کی رسمي نمایندګی خلاصه کړي.

موسی الکوني په خپلو خبرو کي وړاندي وویل په لیبیا کی دبشارالاسد دحکومت له بندی ولو څخه مطلب دادي چی لیبیا نور دبشارلاسد حکومت په رسمیت نه پیژني، نوموړی زیاته کړه مونږ د نورو هیوادونه په پرتله دسوریی دخلګو د درد او غم احساس ښه کولي شو، ځکه په دي نژدي ورستیوکی له دغي سختي اوتوري دوري څخه مونږ هم تیرشوی یو، دسوریی اولیبیا خلګ له یو شانتی مشکل او بهران سره مخ دي، ځګه چی بشارالاسد او قذافي داولس په وړاندي دظلم او بربریت انتها کړي ده، دواړو ویره اچونکي او دهیواد دوګړو په وړاندي یی له هیڅ ډول ظلم او استبداد څخه ډده نه ده کړي.

نوموړي زیاته کړه پورته لاملونه دی چی دلیبیا عبوري حکومت په سیمه کی لومړي هیواد دی چی دسوریی سفارت یی وتړي اودبشارالاسد دنظام مخالفه ډله دسوریی ملي شورای یی په رسمیت وپیژندله.

دسوریی ملی شورای چي درواني میاشتی په دوهمه نیټه یی دغه شورای تاسیس کړه او دشورای دچارو دلاښه سمون لپاره یی مختلفي ټولنی جوړی کړی ترڅو په هیواد کي دننه دحکومت په خلاف دمظاهرو اوهمدارنګه له هیواد څخه بهر نوري سیاسۍ چاري په ښه توګه سره پر مخ بوزي.

دسوریی ملي شورای له ډیرو سیاسي ډلو، لکه داخوان المسلیمین ډله چي له ډیري مودي څخه بشارالاسد اوهمدارنګه دنوموړي دپلار دواک په وخت کی ورباندي بندیزلګیدلي وو، اوهمدارنګه دسوریی دازادي غوښتونکي، اودکردانو او اشورانو دقومونو له استاځو څخه جوړه شوری ده.

دوي ورځي مخکی دسوریی دبهرنیو چارو وزیر ولید المعلم له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل هرهغه هیواد چی دسوریی ملی شورای په رسمیت وپیژني، دسوریی هیواد به یی په وړاندي له سخته دریځه څخه کار واخلي.

تیره ورځ داروپایی ټولنی له لوري په داسي حال کی چي دسوریی پرهیواد دنوي اقتصادي اوسیاسۍ بندیزونو باندی غورکوی، دسوریی دملي شورای دجوړیدو هرکلي وکړ

خو د اروپایی ټولنی دبهرنیو چارو وزیر وویل د سوریی د ملي شورای په جوړیدو سره خوښي څرګنده وو خو داچي دغه شورای دی په رسمیت وپیژندل شي دابیله خبره ده اودابه په راتلونکی کي ګوړو.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x